د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

سرچینه: د کندهار پېښه د ډیورند فرضي کرښې هاخوا پلان شوې وه


د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په مېلمستون کې د تېرې شپې د چاودنې تحقیقات کېږي.

په دغې چاودنه کې د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یو افغان ډیپلومات یما قریشي او پنځو بهرنیو ډیپلوماتانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي، د کندهار د والي او په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ادارې او کورنیو چارو وزارت له‎خوا یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې څو د کندهار په ولایت مقام کې د تېرې شپې د چاودنې تحقیقات وکړي.

د پېښې په اړه په لومړیو معلوماتو کې راغلي چې دغه چاودنه د مېلمستون په فرنیچر یا کوچونو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په نتیجه کې رامنځته شوې.

د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي
د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي

د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي د عربي متحده اماراتو سفیر، دغه‌راز هاشم کرزی او ملي سوداګر حاجي محمد صدیق مهمند د ټپیانو له ډلې څخه دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک وايي چې عبدالعلي شمسي لومړی په پېښه کې ټپي او وروسته‌يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه:

"په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې مرستیال والي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه."

په وژل شویو کسانو کې یوازې دقیقاً د مرستیال والي عبدالعلي، د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماټانو او د پخواني جمهور رئیس د نېږدې خپل او په امریکا کې د افغان ډیپلوماټ یما قریشي جسدونه پیژندل شوي دي.

د کندهار بهرنیو چارو رئیس شاه احمد سعید او د ولسي جرګې استازي باز محمد جوزجاني د مرګ او ژوند په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه‌شته.

د یادولو وړ ده چې دغه چاودنه د هغه مېلمستیا پر مهال رامنځته شوې چې د کندهار چارواکو د عربي متحده اماراتو د سفیر لپاره برابره کړې وه.

افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر د سې شنې په ورځ د یوې خیریه لومړني ښوونځي د جوړولو د چارو د پیل لپاره کندهار ته راغلی وو.

بل‎خوا وسله‎والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې پیښه کې لاس نه‎لري.

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دغه حمله د ډیورند فرضي کرښې هاخوا پلان شوې وه.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG