د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ولسي جرګه: حکومت دې نه‌پرېږدي چې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې تکرار شي


د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې امنیت ته ځانګړی پام وکړي او پرې نه‎ږدي چې د تېرې ورځې په څېر خونړۍ پېښې بیا تکرار شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري چې د چهارشنبې په ورځ‌یې د دې جرګې د عمومي غونډې مشري کوله وویل چې دا ډول پېښو د ولسي جرګې غړي او ولس اندېښمن کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري
د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري

ښاغلي غفاري زیاته کړه:

"هغه پېښې چې کابل او ولایتونو کې شوي خلک‌یې اندېښمن کړي، ولسمشر او امنیتي مسؤلین څخه مو بېړنۍ غوښتنه دا ده چې دې برخه کې اقدام وکړي هم پخواني موضوعات وڅېړي او هم راتلونکي لپاره واضح او روښانه اقدامات په پام کې ونیسي."

د چارواکو د معلوماتو له مخې تېره ورځ کابل، هلمند او کندهار ولایتونو کې په انتحاري حملو او چاودنو کې شااوخوا ۵۵ کسان ووژل شول او له سلو زیات ټپيان شول چې ډېر شمېر یې ملکي وګړي وو.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان ازادي راډيو ته وویل چې د کندهار ولایت مېلمستون کې په پرونۍ چاودنه کې د ولسي جرګې غړی باز محمد جوزجاني او د مشرانو جرګې غړی سراج‌الدین سفري هم وژل شوي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان

ښاغلی عرفان زیاتوي چې د کابل ښار په پرونیو انتحاري حملو کې د ولسي جرګې غړې رحیمه جامي هم ټپي شوې ده.

د کندهار پېښه کې د دې ولایت والي همایون عزیزي او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر ټپي شوي او د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماتان او د کندهار ولایت مرستیال په دې پېښه کې ووژل شول.

د کندهار چاودنه کې مرستیال والي، د اماراتو ۵ ډیپلوماتان او ۵ نور وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د هلمند او کابل د انتحاري حملو مسؤلیت وسله‎والو طالبانو په غاړه اخیستی، خو د کندهار حمله کې یې خپل لاس لرل رد کړي.

هڅه مو وکړه چې د ولسي جرګې د غوښتنې په اړه د حکومتي چارواکو نظر هم راواخلو، خو بریالي نه‌شو.

د کابل، کندهار او هلمند ولایتونو پېښې په ملي او نړیواله کچه غندل شوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د پېښو نه مخنیوي برخه کې کشفي او امنیتي مسؤلین پړه وبلل.

د دغې جرګې غړې شکیبا هاشمي وویل:

"د کشفي او امنیتي ارګانونو کمزورتیا د دې باعث شوې چې دښمن خپل ځان مهمې نقطې ته ورسوي هغه هم مهمو دولتي نقطو ته."

د ولسي جرګې غړي وايي، د امنیتي مسؤلینو د بې‌پروایۍ او غفلت تر څنګ په مهمو دولتي ارګانونو کې د قوم او اړیکو پر اساس د غیر مسلکي کسانو ګمارل د هېواد امنیتي وضعیت لا خراب کړی.

دوی سپارښتنه کوي چې دې وضعیت ته باید په جدي توګه رسیدګي وشي او کشفي ارګانونه باید پرې نه‎ږدي چې د پرون په څېر خونړۍ حملې بیا تکرار شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG