د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

بریټانیا: د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ترینګلی او ټکان ورکوونکی دی


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د بریټانیا دایمي استازی سایمن مانلي په چټکۍ سره په افغانستان د بشري حقونو د وضعیت خرابېدل د حیرانۍ وړ، ټکان ورکوونکي او ترینګلي بولي.

هغه چې پرون یې په دې شورا کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د څېړنې په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل:

"په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت بحراني دی. د طالبانو له‌خوا ثانوي او لوړو زده‌کړو، عمومي او سیاسي فضا او ډېر شمېر کاري فرصتونو ته د دوی د لاس‌رسي مخه نیول شوې. یوناما وروستیو کې راپور ورکړ چې دا بندیزونه مخ په زیاتیدو دي. طالبان عمومي بښنې سره سره د پخواني حکومت چارواکي هدف ګرځوي او د خبریالانو نیولو ته یې هم دوام ورکړی. "

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره له نجونو او ښځو د نورو حقونو تر څنګ له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق هم اخیستل شوی
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره له نجونو او ښځو د نورو حقونو تر څنګ له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق هم اخیستل شوی

د بشري حقونو شورا کې د بریټانیا استازي هر څه ژر د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د بندیزونو د پای، د خبریالانو او خپل‌سرو نېونو په توقف او په دُرو د خلکو د وهلو په ګډون د ظالمانه مجازاتو د بندېدو غوښتنه وکړه.

خو د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي بیا د نړیوالو له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د مطرح شویو څرګندونو په غبرګون کې؛ دا د دوی د اوسني حکومت پر ضد هڅې بللي.

هغه چې نن یې د پولې تخنیک پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې خبرې کولې وویل:

"تېر ماضي تاریخ کې ۴۵ هېوادونه دلته و، زموږ خویندو ته یې څه حق ورکړ. له بې‌حجابۍ او بې‌سترۍ پرته دلته څه و، ځواب را کړۍ. دا ځینو دلته د منفي تبلیغاتو لپاره پیاده کړل. "

خو د خالد حنفي د څرګندونو بر عکس بیا د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د امریکا استازې مېچل ټایلر خپلو خبرو کې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو کړنې تبعیضي وبللې او د طالبانو په ګډون یې له ټولو لوریو د بشري حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

هغې وویل:

"سمدستي باید ټول تبعیضي فرمانونونه، په ځانګړي ډول هغه چې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو مخه نیسي او عامه ځایونو ته یې تګ راتګ محدودوي لېرې شي. په چټک ډول د خپلواکو، معتبرو او د اړتیا پر مهال د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قضايي پلټنه او د اخلاقي جرایمو په نوم د خپل‌سرو نېونو پای دې یقیني شي. "

د فنلنډ استازې: په افغانستان کې باید د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مرتکبینو ته د جنايي مجرمینو په څېر سزا ورکړل شي.
د فنلنډ استازې: په افغانستان کې باید د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مرتکبینو ته د جنايي مجرمینو په څېر سزا ورکړل شي.

دې غونډه کې د جرمني استازې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو کړنې له بشریت سره جنایت وباله او د فنلنډ استازې بیا وویل، په افغانستان کې باید د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مرتکبینو ته د جنايي مجرمینو په څېر سزا ورکړل شي.

په دې غونډو کې د نږدې ټولو ګډون کوونکو خبرې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په نقض څرخېدې او غوښتنه یې کوله چې باید دا وضعیت پای ومومي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا دوره‌يي څېړنیزه غونډه چې د یو شمېر هېوادونو د بشري حقونو وضعیت څېړي دوام لري، خو په افغانستان کې بیا نجونې او ښځې له دې غونډو تمه لري چې د دوی د وضعیت د بدلون لپاره د شعارونو او خبرو پر ځای؛ بنسټیز او عملي ګامونه پورته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG