د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې پيل؛ مهم ټکي او بحثونه کوم دي؟


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډو تالار
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډو تالار

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له‌خوا په افغانستان د بشري حقونو د تېر پنځه کلن وضعیت د څېړنې غونډه پیل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې راپورونه وړاندې کېږي چې یو یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان د استازولۍ له‌خوا چمتو شوی، دویم یې د درېیو هېوادونو له‌خوا چې ترایکا نومېږي او د افغانستان په اړه د راپور چمتو کولو مسوولیت لري او هند، بروندوي او هالنډ په کې شامل دي برابر شوی او درېیم راپور بیا، د بشري حقونو د خپلواکو بنسټونو دی.

د دې غونډې په پیل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه وویل، په افغانستان له نظامي لارې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دې هېواد د بشري حقونو په ګډون د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي حقونو په برخه کې د تېر په پرتله شاتګ کړی.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو وضعیت ته په اشارې وویل چې د طالبانو له ژمنو سره سره، افغانان په منظم ډول د خپلو بنسټیزو حقونو د له‌منځه تلو شاهدان دي.

"طالبانو یوه پراخه او سیستماتیکه عملیاتي تګلاره معرفي کړې چې هدف یې له عامه سیاسي او ټولنیز ژونده د ښځو لرې کول دي. دا داسې وضعیت دی چې نړیوال کارپوهان یې جنسیتي اپارتاید بولي. ښاغلی مرستیال مشره، د افغانستان مدني او سیاسي حقونه اوس‌مهال د پام وړ بدل شوي دي، د دې حقونو پیاوړتیا او خوندیتوب ته هڅې شوې دي. "

ښاغلي اندېشه د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د بېلابېلو هغو قوانینو لغوه کېدو ته هم اشاره وکړه چې د عملي کېدو پر اساس یې په دې هېواد کې د بشري حقونو خوندیتوب سره مرسته کېده.

هغه له دې ډلې د ماشومانو د خوندیتوب قانون او د شکنجې د مخنیوي کنوانسیونونو ته د افغانستان تعهدنامه یاده چې اوس‌مهال د ده له قوله؛ طالبانو لغوه کړي او له امله یې ماشومان د جنسي ځورونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو له‌خوا د شکنجې د مخنیوي میکانیزمونه هم لغوه شوي او له زندانیانو سره د بند چلند مسایل مستند شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه

خو د طالبانو حکومت بیا په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

بل‌خوا په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې او ټولو بېلابېلو غوښتنې درلودې.

غونډې ته په خبرو کې د لختن اشتاین استازي په افغانستان کې هدفي په ځانګړي ډول د مخکنیو افغان ځواکونو وژنې د نه منلو وړ وبللې او په افغانستان کې د ترهګرۍ په دوام هم اندېښنه وښوده.

د مالیزیا استازي بیا د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار بندیزونه وغندل او هر څه ژر کار او زده‌کړو ته د هغوی د بېرته ستنېدو غوښتنه یې وکړه.

د نیوزیلانډ استازي بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره په دې هېواد کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د بیا فعالیت غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې ازادي راډیو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې یوې سرچینې وویل چې دې شورا ته د دوی له‌خوا په وړاندې کوونکي راپور کې د افغانستان د اوسني وضعیت هر اړخیز تصویر وړاندې کېږي.

سرچینې وویل، د افغانستان د بشري حقونو په ملي راپور کې راغلي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، ۲۰۰ داسې فرمانونه صادر کړي چې د بشري حقونو ضد دي. د دې فرمانو ډېره برخه کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه دي چې د راپور پر بنسټ، حقونه یې محدودوي.

د افغانستان د بشري حقونو په ملي راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته هم اشاره شوې او زیاتوي، سره له دې چې دامنیت ادعا کېږي خو لا هم ښوونیز بنسټونه او مذهبي ځایونه تر بریدونو لاندې دي.

تمه ده چې دا غونډه څلور یا پنځه ساعته دوام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG