د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د امنیت شورا یو شمېر غړي:نجونو او ښځو سره د طالبانو سیسټماټیک تبعیض له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده


ارشیف
ارشیف

د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره د طالبانو حکومت روان چلند سیسټماټیک تبعیض بولي او وايي، دا ډول کړنې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د امنیت شورا په پروني ازاد بحث کې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي او جنسي ځورونې د مخنیوي په اړه جوړه شوې وه، د یو شمېر هېوادونو استازو له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو عمل د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه، دا وضعیت له ټولیز ژونده د ښځو ګوښه کول دي.

طالبانو که څه هم په دې اړه تازه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

خو د امنیت شورا غونډې ته په خبرو کې "په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې" پرامیلا پاتن په افغانستان کې له نجونو او ښځو د طالبانو کړنو ته په اشارې وویل:

"په افغانستان کې د نجونو او ښځو په حقونو منظم بریدونه او د هغوی د ګوښه کولو له امله ژوند او ټولنیزې چارې له منځه ځي. "

"په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې" پرامیلا پاتن
"په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې" پرامیلا پاتن

نوموړې په جګړو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې روانه اپریل میاشت کې د امنیت شورا مشر او د مالټا مرستیال صدراعظم کریس فرن هم خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو سره سیسټماټیک او د جنسیت پر بنسټ روان تاوتریخوالی او تبعیض وغانده.

د دارفورډ د ښځو د عمل ګروپ بنسټ مشرې نیمت احمدي بیا دا هر څه په دې هېواد کې د تېرو جګړو پایله وبلله چې له قوله یې، اوس یې افغان نجونې او ښځې بیه پرې کوي.

خو په امنیت شورا کې د لیختن اشتاین استازې کریسټین ویناویزر له دې شورا وغوښتل چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې له نجونو او ښځو سره د وضعیت څېړنه وکړي.

هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند ظالمانه، د نړیوالو قوانینو خلاف او د نه منلو وړ وباله او ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د هر څه ژر ټاکلو غوښتنه وکړه.

نوموړې وویل:

"موږ په دې شورا غږ کوو چې د افغانستان وضعیت په دقت وڅاري او د سرمنشي له‌خوا د بشري حقونو او د بنسټیزو ازادیو د ساتنې په موخه د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو د پلي کولو د ملاتړ لپاره د ځانګړي استازي د ګړندي ګمارنې هیله کوو. "

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پروني راپور کې هم نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند توندې نیوکې شوې وې
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پروني راپور کې هم نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند توندې نیوکې شوې وې

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پرون د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو په کلني راپور کې په دې هېواد کې د طالبانو حکومت له‌خوا له نجونو او ښځو سره د تبعیضي چلند او تاوتریخوالي پرده پورته کړه.

د دې راپور په یوه برخه کې دا هم راغلي و چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو حکومت په زندانونو کې له ۹۰ زنداني شویو مېرمنو یې ۱۶ تنه پر دوی له جنسي تېري وروسته امیندوارې شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په ټوله د دې راپور په اړه غبرگون وښود او ویې ویل چې د افغانانو حقوق داسلامي شریعت له مخې تعریف او تضمین شوي‌دي، خو طالبانو په دې راپور کې په زندانونو کې په ښځو د جنسي تېري او امیندوارۍ د ادعا په اړه لا غبرګون نه‌دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG