د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

بينېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او سرغړونې دوام لري


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګری راپور ورکوونکی ريچارډ بينېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګری راپور ورکوونکی ريچارډ بينېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بينېټ وايي، په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی نه دی او د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې دوام لري.

هغه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی دی.

بینېټ په خپل تازه راپور کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې یو وار بیا څرګندې کړې.

ده پرون ناوخته په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته وویل، مهمه دا ده چې له طالبانو څخه د خپلو اقداماتو او پالیسیو په اړه ځواب وغوښتل شي.

ده زیاته کړه: "لکه څرنګه چې مې مخکې ورته اشاره وکړه، طالبان هیڅ مخالف غږ نه زغمي او په خپل سر یې د زده کړو او ښځو دفاع کوونکي، د بشري حقونو ملاتړي، ژورنالیستان او هنرمندان نیولي دي. زه یو وار بیا غواړم چې د بشري حقونو ټول مدافعان او د فهیم عزیزي، صدیق الله افغان او منیژې صدیقي په شان هغه کسان فوراً او بې قید و شرطه خوشې شي چې د جنسیتي برابرۍ لپاره درېدلي دي."

هغه همداراز وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځپل، ورسره تبعیض او محرومول سیستماتیک شوي او دا داسي وضعیت دی چې د ده په وینا د جنسیت پر اساس ځورول او ربړول دي چې دا بیا د بشریت پر ضد جنایت دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع څخه ناوړه استفاده کېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد

ده همداراز لیکلي، ریچارډ بینېټ او نور لوېدیځوال دې د بشري حقونو په رښتیا ملاتړ وکړي.

د بینېټ په تازه راپور کې راغلي چې طالبانو د سږ کال په جنورۍ کې د حجاب د نه رعایتولو په نوم د نجونو او ښځو نیونې د کابل له هزاره مېشتو سیمو پیل کړې.

د راپور پر اساس، دا بهیر وروسته د کابل نورو برخو او د بامیان، دایکنډي، بغلان، کندوز او بلخ په شمول یو شمېر ولایتونو ته وغځېد.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ پر لارو چارو غور وکړي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کړي، پوهنتونونه یې هم پرې بند کړي دي.

طالبانو دغه راز په کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګروملتو په دفترونو کې ښځو کار منع کړی دی.

سینګارتونونو، پارکونو او حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز د ښځو خلاف د طالبانو نور اقدامات دي.

که څه هم طالبانو پخوا د تېر جمهوري حکومت له پوځیانو سره د بدسلوک په اړه راپورونه ردول، خو ریچارډ بینېټ په خپلو څرګندونو کې وویل چې طالبان په دې برخه کې هم پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي او هغه عفوه نه رعایتوي چې د مخکیني حکومت چارواکو او د امنیتي ځواکونو پرسونل ته یې اعلان کړې وه.

د بينېټ په وینا، طالبانو له بندیانو سره ناوړه سلوک، شکنجې، تحقیر او ظالمانه سزاوو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پرونۍ غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG