د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: افغان ښځو سره د عاید او زده کړو په برخه کې مرسته کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن وايي د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان د کال تر یو میلیارد ډالر له دې کبله له لاسه ورکوي چې ښځې په اقتصادي وده کې له ونډې اخیستلو محرومې دي.

بلنکېن دا خبره د افغان ښځو د اقتصادي استقامت یا پایدارۍ د اتحاد په یوه غونډه کې تېره شپه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن دې غونډې ته په وینا کې په دې اندېښنه وښوده چې طالبانو د افغانستان نیمايي ټولنه له زده کړو او کاره محرومه کړې.

هغه وویل د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه د دې لامل شوي چې افغانستان د کال تر یو میلیارده ډالر له لاسه ورکړي؛ هغه څه چې په اقتصادي وده کې د ښځو د ونډې له لارې ترلاسه کېدای شي.

بلنکېن بیا وویل چې په کور دننه او بهر د افغان ښځو د لاسنیوي لپاره اتحاد ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دی او د امریکا او نړۍ ګڼې لویې کمپنۍ او موسسې ورسره یوځایيږي.

هغه زیاته کړه:

" دا اتحاد به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان ښځو ته انلاین روزنیزې دورې وړاندې کړي څو هغوی دندې پيدا او معاش ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه د قطر د دولت د پوهنې یو بنسټ تعلیم تر ټولو پورته او د امریکا د پوهنې موسسه به لکونه افغان مېرمنو ته د تخنیکي کارونو روزنیزې دورې برابرې کړي. مایکروسافټ او لینکډ ان به هغوی ته د تصدیقنامو د ترلاسه کولو چانس ورکړي او بیا به یې له کمپنیو سره اړیکې جوړوي. دویم دا چې امریکا او د تعلیم تر ټولو پورته بنسټ به امریکا کې افغان کډوالو مېرمنو ته سکالرشیپونه ورکوي څو هغوی خپلې لسانس او ماسترۍ دورې بشپړې کړي. دریم دا چې دا اتحاد به د افغان مېرمنو د تجارت په پیل او ودې کې د هغوی لاسنیوی کوي."

طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخ نقض؛ په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو له حقونو په سرغړونې تورن دي
طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخ نقض؛ په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو له حقونو په سرغړونې تورن دي

د افغان ښځو د اقتصادي پاېښت اتحاد په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې له کار او زده کړو محرومو نجونو او ښځو د لاسنیوي لپاره پيل شوی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او د ښځو د کار او زده کړو په وړاندې یې پراخ محدودیتونه ولګول.

د افغان ښځو د اقتصادي استقامت د اتحاد بنسټګرې او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل ۸۹۸ ورځې کېږي چې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او ۸۹۰ ورځې کېږي چې افغان مېرمنې له کارونو راګرځول شوي او له کوره بهر ته د تلو په وخت له محدودیت سره مخې دي.

هغې زیاته کړه:

" تصور وکړئ چې په اقتصادي وده کې ستاسو د ټولنې د نیمايي برخې باالقوه ونډه په یوه شپه بنده شوه. په دې خاطر دا یادوو چې د افغانستان له اوسني حالته مو خبر کړو او په دې واقعاً پوه شئ چې افغان ښځې له څه ډول سختیو سره مخ دي او په رښتیا غواړي په څه باندې غلبه وکړي چې وکولای شي بېرته د کار او زده کړو حق ترلاسه کړي."

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

رینا امیري وویل امریکا او نړیواله ټولنه د افغان ښځو د لاسنیوي لپاره ژمنه ده او د افغان ښځو د اقتصادي استقامت یا پایدارۍ اییتلاف رامنځته کول د دې همکارۍ یوه بېلګه ده.

په دې غونډه کې امریکايي چارواکو وویل چې د سروې ګانو په اساس ۸۵ فیصده افغانان د ښځو د کار او زده کړو پر سر د بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکي دي.

طالبانو د نړیوالې ټولنې له فشارونو او پرله پسې غوښتنو سره سره لا د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه نه دي پرانیستي. په نادولتي موسسو کې د کار بندیز او پر ښځو ګڼ نور محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG