د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

امریکا کې د 'اې‌ډبلیو‌اي‌آر' غونډه؛ افغان مېرمنې: دا ډول غونډې به د ښځو پر  کار او ژند مثبت اغېز وکړي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د بوستون پوهنتون به نن د افغانستان پر وخت د ماښام په اووه بجو د افغان مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا د ایتلاف د غونډې کوربه وي.

د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره د ایتلاف AWER غونډه د افغانستان پر وخت د سه‌شنبې په ماښام ۷ بجې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان ښځو او نجونو د فعالې ونډې په موخه جوړیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بوستون پوهنتون د دې غونډې کوربه دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، ټاکل شوې په‌دې غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وينا وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن

د اعلامیې له‌مخې دغې غونډې ته د خصوصي سکټور، مدني ټولنې، پوهنتونونو او یو شمېر حکومتونو استازي رابلل شوي او د دغه ایتلاف د نویو نوښتونو او د هغو د عملي کولو پر څرنګوالي به له نورو لوبغاړو او شریکانو سره خبرې وکړي.

د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ایتلاف یو عمومي-خصوصي مشارکت دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له‌خوا پیل شو.

په ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر سوداګرې مېرمنې د دا ډول غونډو په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، هیله لري چې د دې ډول غونډو جوړول د سوداګرو مېرمنو په ګډون د ښځو پر کار او ژوند مثبت اغېز وکړي.

مريم کبيري چې د انلاين سوداګرۍ په برخه کې کار کوي وايي، هيله لري چې په افغانستان کې هم د ښځو ملاتړ وشي.

هغې وویل: "د دا ډول غونډو جوړول یقیناً مثبتې اغېزې لري او که دا ډول ملاتړ په افغانستان کې له هغو ښځو وشي چې دا مهال په افغانستان کې دي، کولای شي په مستقیمه توګه له هغو ښځو سره چې بې‌کاره په کور کې ناستې دي، د دغو کوچنیو کاروبارونو له لارې چې دا مهال په افغانستان کې فعالیت کوي، همکاري وکړي."

امیري وايي: زموږ وړانديز دا دى، هغه ښځې چې د افغانستان د سوداګرو ښځو په استازيتوب په‌دې غونډه کې برخه اخلي، بايد د افغانستان د سوداګرو مېرمنو پر ستونزو وپوهېږي.

بله سوداګره مېرمن ذاکره امیري د دا ډول غونډو د جوړېدو هرکلی کوي او وايي: "په‌دې غونډو کې شوې پرېکړې بايد په روښانه او شفاف ډول عملي شي او زموږ وړانديز دا دى، هغه ښځې چې د افغانستان د سوداګرو ښځو په استازيتوب په‌دې غونډه کې برخه اخلي، بايد د افغانستان د سوداګرو مېرمنو پر ستونزو وپوهېږي، په مستقيم ډول له‌دې مېرمنو سره په اړيکو کې وي او په ياده غونډه کې د دوی ستونزې مطرح کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې پر بنسټ، د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ایتلاف د غونډې موخه د نوښتګرو همکاریو ګړندي کول او زده کړې او کارموندنې ته د افغان ښځو او نجونو د لاس‌رسي ملاتړ دی.

دا غونډه په‌داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې له زده‌کړو راګرځول شوي او ښځې په نادولتي ادارو او ځينو دولتي ادارو کې له کار کولو هم منع شوې دي.

سره له‌دې چې د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې سوداګرو په ځانګړي ډول ښځينه سوداګرو ته د سوداګرۍ زمینه برابره ده، خو په افغانستان کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو څو میاشتې وړاندې له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي او د دوی له کمزوري اقتصادي وضعیت شکایت کړی و.

دوی وايي، په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حضور د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته د سوداګرو ښځو تولیدي شرکتونه بند شوي او کار کوونکي یې په کورونو کې بې‌کاره ناست دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG