د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لړزونکی راپور ؛ « د طالبانو جنسي تېري ۱۶ زنداني مېرمنې حامله کړې دي»

ارشیف
ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور کې چې د بشري حقونو د نورو سرغړونو تر څنګ پکې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د جدي سرغړونو یادونه هم شوې، ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې راپور کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر سر ډېر بحث شوی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ بندیانو څخه ۱۶ ښځې د طالبانو له خوا تر جنسي تیري وروسته مېندوارې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې دا هم ليکلي چې طالبانو په سمنګان کې څلور ښځې له پرله پسې جنسي تیري وروسته اعدام کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت په زندانونو کې د هغو ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ کوم سیستم نه لري چې په زندانونو کې پرې ظلم او تیري کیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرته دې چې په ځانګړي ډول د دوی په زندانونو کې پر ښځینه بندیانو د جنسي تېري موضوع ته اشاره وکړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد کړى.

د دغه راپور په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دیمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپل ایکس پاڼه لیکلي: " دا راپور د طالبانو د حاکميت د تریخو حقیقتونو، ظلم، جنایت او د بشري حقونو د پراخې او سيستماټيکې سرغړونې یوه څنډه په ګوته کوي."

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو کړنې او جنايتونه د انسانانو پر وړاندې يوه ستره جفا ده او د افغانستان د راتلونکي لپاره هم د یوې ژورې او خونړۍ توطیې ښکارندويي کوي.

نبيل زياته کړې، د دغه وحشتناکو جنايتونو پر وړاندې چوپتيا په دې ناوړه توطيه کې د ګډون په مانا ده.

د" شنبه هاى ارغواني" په نوم يو غورځنګ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره فعالعت کوي هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغه راپور د خپرېدو هرکلی کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دیمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

یو شمېر ښځینه معترضانې
یو شمېر ښځینه معترضانې

دغه غورځنګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د بشري حقونو د وضعيت په اړه په دغه راپور کې هغه څه راغلي چې د ښځينه بنديانو ځورول، د طالبانو د جنايتونو يوه وړه برخه ده، چې د افغانستان غـوندې په يوې محدودې او دوديزې ټولنه کې په پراخه کچه رسنيز شوي .

د افغان ښځو او نجونو د ژوند په بېلابېلو برخو کې لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه هم نور موارد دي چې چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په راپور کې ياد شوي دي.

یو شمېر ښځې او نجونې چې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې ژوند کوي د دې بندیزونو او مخنيويو د اغېز په اړه وايي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې چې وايي مخکې د یوه وزارت کارکوونکې وه او د طالبانو د حکومت له خوا له دندې ګوښه شوې، وايي چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ ده.

هغې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

"مخکې چې ما وظیفه درلوده ، د موټر مو کرايه درلوده ، ما به اضافه کاري درلود او زموږ عاید د یوې میاشتې لپاره بسنه کوله، مګر اوس موږ بې دندو یو، د کورنۍ ټول هلکان او نارينه وزګار دي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو او په افغانستان کې ښځو ته هېڅ ډول دنده نه ورکول کېږي."

د هرات اوسېدونکې فرحناز هم وايي چې غوښتل يې له زده کړو وروسته قابله شي چې په ټکو يې د طالبانو د حکومت يې د زده کړو د دوام مخه ونيوله.

"کله چې طالبان راغلل ښوونځي وتړل شول. زه په لسم ټولګي کې وم. له بده مرغه، ما نشو کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. په ټولیزه توګه، دا د ټولو نجونو لپاره ډیره د افسوس خبره ده چې موږ نشو کولی خپلو ښوونځیو ته دوام ورکړو، او له بده مرغه موږ نشو کولی زدکړو ته دوام ورکړو اوس هم په کور کې، يو او باپد کور کې اوسو د تحصيل مخه مو نيول شوې."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ادعا او د دغه راپور په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وپوښت، خو نوموړي د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

خو د ښځو او نجونو پر سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو د نورو بندیزونو تر څنګ یې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو دغه شان له پوهنتونو هه را ګرځولي د سينګارتونو په ګډون ډېرو دولتي ادارو، او ټولو غیر دولتي ادارو کې هم د کار کولو مخه نيولې.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو او خوندي ځای ته له رسېدو وروسته یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د ظلم، تاوتريخوالي او حتی جنسي تېریو په اړه خبرې کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG