د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو د کمپاین دوام؛ « تمه ده د طالبانو مشر سره پرې خبرې وشي»


تصویر له ارشیفه: د افغانستان په لویدیز کې د نجونو یو ښوونځی
تصویر له ارشیفه: د افغانستان په لویدیز کې د نجونو یو ښوونځی

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين مشرتابه وايي دوی په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په اړه خپلو هڅو ته، له مخالفتونو سره- سره دوام ورکوي.

که څه هم له طالبانو په نړیواله سطحه هم غوښتنې شوي چې د نجونو پر تعلیم او تحصیل خپل لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي، خو دوی لا هم خپل دریځ نرم کړی نه دی.

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين د مشرتابه پلاوي غړي محمود حنیف الکوزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی هڅه کوي د طالبانو لوړ رتبه چارواکو ته په دې اړه جرګه ورولېږي:

" کوښښونه روان دي چې له حاکم نظام سره غونډه وشي او جرګه ورولېږل شي، چې دغه ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي. که چېرې طالبان د ملت دغې غوښتنې ته لبیک ونه وايي، دا به ناوړه پایلې ولري. ملت به د نظام پر خلاف راپورته شي، نظام به بې ثباته شي، بالاخره به افغانستان بیا یوه ناورین ته لاړ شي. حتی کورنۍ جګړې ته به لار اواره شي."

ډېرو نجونو سره چې خبرې شوي، وایي د ښوونځیو بېرته پرانیستلو ته یې بې صبرانه منتظرې دي
ډېرو نجونو سره چې خبرې شوي، وایي د ښوونځیو بېرته پرانیستلو ته یې بې صبرانه منتظرې دي

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین د ۱۴۰۲ د چنګاښ/سرطان میاشتې له مې پیل شوی چې په ټولنیزو شبکو او نورو پلاټفورمونو کې د نجونو د تعلیم پر اهمیت بحثونه جوړوي او اوسني حاکمان دېته هڅوي چې نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو بل تعلیمي کال هم شل ورځې مخکې پیل شو، خو نجونو ته لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم او په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو اجازه نه شته.

بشرا د کابل اوسېدونکې ده، چې وايي په ملیونونو نجونې په افغانستان کې په مایوسوونکو شرایطو کې ژوند کوي:

"درېیم تعلیمي کال راغی خو د نجونو د ښوونځیو درک نه لګېږي. زه په نهم ټولګي کې وم چې کله طالبان راغلل ښوونځي وتړل شول، تر اوسه په کور کې یم. دې کار ډېر بد اغېز راباندې کړی، د ښوونځیو تړل کېدو زړه راتنګ کړی دی."

یوه بله زده کوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، په افغانستان کې خلکو هیلې درلودې چې په نوي تعلیمي کال کې به نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو دا هیلې همداسې هیلې پاتې شوې:

"ټول په دې اند وو چې په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي، خو د نجونو هیلې همداسې هیلې پاتې شوې. له بده مرغه چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې پاتې شوې."

د نجونو د زده کړې د ملي کمپاین په وار- وار د اسلامي هېوادونو له سازمان او د اسلامي نړۍ له مخکښو دیني عالمانو غوښتنه کړې چې هر څومره ژر کېدای شي، د افغانستان اوسني واکمنان په دې قانع کړي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومول نه یوازې د اسلامي امت په خیر نه دي؛ بلکې د نړۍ په کچه د اسلام په اړه یو ناسم تصویر او پوهاوی رامنځته کوي.

د دې کمپاین تنظیمونکو همدارنګه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم ملاتړ ته دوام ورکړي او داسې لارې- چارې غوره کړي چې د افغانستان ملي ګټې او ولس په کې زیانمن نه شي، خو چارواکي دې ته اړ کړي چې د نجونو پرمخ د زده کړو تړلې دروازې بېرته پرانیزي.

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانې چې د ۲۰۲۰ له دسمبر میاشتې راهیسې پوهنتون ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانې چې د ۲۰۲۰ له دسمبر میاشتې راهیسې پوهنتون ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې

طالبانو په وار- وار ویلي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، خو یوازې غواړي چاپېریال ورته برابر کړي، خو افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې او ښځې په کې له تعلیم او تحصیل منع شوي دي.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، پر نجونو ښځو یې د تعلیم او تحصیل په برخه کې د محدودیتونو لګولو تر څنګ نجونې له ورزشي فعالیتونو منع کړي، ښځې پارکونو او عمومي حمامونو ته نه شي تلی، له محرم پرته اوږده سفرونه نه شي کولی، د ښځو سینګارځایونه یې تړلي او په اکثرو دولتي ادارو، د ملګرو ملتونو په بنسټونو، په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې یې د دوی کار هم منع اعلان کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG