د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

باهوس: په افغانستان کې جنسیتي شاتګ په تر ټولو افراطي بڼې سره دوام لري


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې وتړلې.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرايیه مشره وايي، په افغانستان کې جنسیتي شاتګ په تر ټولو افراطي بڼې سره دوام لري.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په په اړه د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرايیه مشرې سیما باهوس ویلي، په افغانستان کې جنسیتي شاتګ په تر ټولو افراطي بڼې سره دوام لري.

اغلې باهوس، د اپرېل په ۱۲مه په خپله ایکس د افغان مېرمنو په اړه د دغه سازمان د یو راپور د بیا خپرولو په ترڅ کې ویلي چې افغان مېرمنې او نجونې، د ټولو، د حقونو لپاره د ظلم او ستم پر وړاندې درېدو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرايیه مشره سیما باهوس
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرايیه مشره سیما باهوس

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا وايي، په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، که څه هم ښځو د خپلو حقونو لپاره په وار وار خپل غږ پورته کړی، خو دا بسنه نه کوي او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې باید افغان مېرمنو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ښځو او بشري حقونو فعالې ترنم سعیدي ازادي راډيو ته وویل: "ښځو د جنیستي برابرۍ او عدالت لپاره خپلو مدني او د حق غوښتلو مبارزو ته دوام ورکړی. په دې موده کې ښځې له شکنجې، زندان، نیولو، اجباري اعترافونو او ډېرو قربانیو سره مخ شوې، خو د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو سازمان او هغه بنسټونه چې د ښځو لپاره کار کوي مسوول و او دي چې د اوسني وضعیت څخه د ښځو د ژغورلو لپاره یو اقدام ترسره کړي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان مېرمنې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې شوي هم ورته نظر لري.

مدینه وايي: د ملګرو ملتونو څخه دا غوښتنه لرو چې د ښځو غږ واوري او د هغوی ملاتړ وکړي.

له زده کړو بې برخې یوې محصلې مدینې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د دې غوښتونکي یو چې باید له ښځو څخه هر اړخیزه ملاتړ وشي. د ملګرو ملتونو څخه دا غوښتنه لرو چې د ښځو غږ واوري او د هغوی ملاتړ وکړي. یواځې د ښځو په غږ څه نه کېږي ځکه چې چېرته چې دوی غږ پورته کوي، ځپل کېږي."

د ښځو د حقونو فعالانې او افغان مېرمنې په داسې حال کې له ملګرو ملتونو څخه د عملي اقدام غوښتونکي دي چې د بشري حقونو د څار سازمان په دې وروستیو کې ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې له دوه نیمو کلونو سیستماتیک ناوړه چلند وروسته چې طالبان د ملګرو ملتونو او اړوندو حکومتونو لخوا حساب ورکوونې سره نه دي مخ شوي، دې چارې دوی د ښځو په نښه کولو کې لا زړور کړي چې اوس په ښکاره خپلې کړنې اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان له بیا ځلې واکمنۍ وروسته طالبانو د افغان نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو هر ډول دروازې تړلي او دغه شان یې افغان مېرمنې له کار، عامه ځایونو، پارکونو، لوبغالو، ښځینه حمامونو، سینګارتونونو او له شرعي محرم پرته له لیرې واټن سفر راګرځولي دي.

که څه هم د طالبانو د دغه کړنو پر وړاندې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه ښودل شوي، خو د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې د ښځو په وړاندې یې نرمښت نه دی ښودلی بلکې په دې برخه کې یې محدودیتونه ورځ تر بلې زیات کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG