د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوال جبري ستنول ودروي


له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستو د بهیر یوه څنډه - ارشیف
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستو د بهیر یوه څنډه - ارشیف

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو د دوهمې لړۍ د پیل په اړه د غبرګونونو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې باید جبري ستنونې ودروي.

دغه سازمان په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړی ویلي له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل به ښځې او نجونې په ځینو مواردو کې له بې ساري ګواښ سره مخ کړي.

امنسټي انټرنېشنل دا هم ویلي چې د کډوالو جبري شړل د زده کړو، کار، فعالیت او په نورو ورځنیو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ونډه په جدي ډول راکموي .

دغه سازمان غوښتنه کړې چې پاکستان دې د افغان کډوالو مېرمنو او نجونو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشتې یو شمېر افغان ښځې هم وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو په هر ډول فعالیتونو بندیزونه لګولي بیرته ستنول یې د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

یوه پخوانۍ افغانه خبریاله چې اوس په اسلام اباد کې مېشته ده او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امبه یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "ډېری افغان میرمنې چې په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کاوه، هلته یې خبریالي کوله، د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته راغلي دي، که دوی اوس په جبري ډول بېرته استول کیږي له نورو ډېر همدوی زیانمنیږي، ځکه هلته یې په هر ډول فعالیت بندیز لګول شوی دی."

د ښځو د حقونو فعاله نرګس سادات وايي: "بې شمېره افغانانو چې پاکستان ته یې پناه راوړې، دوی په یو ډول اړ شوي چې خپل هېواد، خپل کور او خپل هر څه پرېږدي او خپل سر خوندي کړي، اوس چې پاکستان بیا د افغانانو د ویستلو لړۍ پیلوي دا به د افغان کډوالو په وړاندې یوه جدي فاجعه رامنځته کړي."

ایکسپریس ټربیون: د افغان کډوالو په اړه وار له مخه معلومات راټول شوي او د دوی د ایستلو دوهمه لړۍ به په راتلونکو اونیو کې پیل شي.
ایکسپریس ټربیون: د افغان کډوالو په اړه وار له مخه معلومات راټول شوي او د دوی د ایستلو دوهمه لړۍ به په راتلونکو اونیو کې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ځینو پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه وار له مخه معلومات راټول شوي او د دوی د ایستلو دوهمه لړۍ به د اپریل په ۱۵ مه پیل شي.

په دې کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یانې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

مخکې پاکستان کې د کډوالو د حقونو د دفاع يو بنسټ "کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" ویلي وو چې د افغان کډوالو د "پي‌او‌آر" کارتونو اعتبار به د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېږي او له‌دې وروسته به سلګونه زره افغان کډوال له ستونزو سره مخ شي.

د دې کمېټې مسوولینو ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي وو چې پاکستان ۸۵۰ زره هغو افغان کډوالو ته چې د "اې‌سي‌سي" کارتونه لري د اپریل تر ۱۵مې نېټې پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به وایستل شي.

د یادونې ده چې پاکستان له دې وړاندې د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې راهیسي وار مخه له دې هېواده د ناقانونه کډوالو د ویستلو په لړ کې څه باندې پنځه لکه شل زره کډوال افغانستان ته استولي دي.

پاکستان په داسې حال کې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنونې خبر ورکړی چې اوس مهال د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو د حکومت تر منځ د پاکستاني طالبانو په سر اړیکې ظاهراً ترینګلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG