د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کاکړ: ملګري ملتونه او طالبان باید له پاکستان سره د کډوالو د کارتونو تمدید په اړه وغږېږي


په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

په پاکستان کې د کډوالو د حقونو د دفاع يو بنسټ وايي چې د افغان کډوالو د "پي‌او‌آر" کارتونو اعتبار به د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېږي او له‌دې وروسته به سلګونه زره افغان کډوال له ستونزو سره مخ شي.

په پاکستان کې د کډوالو له حقونو د دفاع يو بنسټ چې د "کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" تر نامه لاندې فعالیت کوي، د هغو سلګونو زرو افغان کډوالو راتلونکي او نامعلوم برخلیک په اړه يې اندېښنه ښودلې چې "پي‌او‌آر" کارتونه لري.

يادې کمېټې په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د "پي‌او‌آر" کارتونه به د مارچ په ۳۱ مه نېټه پای ته ورسیږي او سلګونه زره افغان کډوال به له ستونزو سره مخ شي.

د دې کمېټې یوې بنسټ ایښودونکې او د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منيزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان حکومت باید په‌دې اړه خبرې وکړي او د دغو افغان کډوالو کارتونه دې تمديد کړي.

هغې وویل: 'موږ د پاکستان پر حکومت او يو‌ان‌اچ‌سي‌آر غږ کړی دی چې د دې مسئلې په اړه کېني او يو ميليون او ۴۰۰زره افغانان چې د پي‌او‌آر کارت لري، دوی ته بايد نوي کارتونه ورکړل شي."

هغې همدا راز زیاته کړه چې پاکستان ۸۵۰ زره افغان کډوالو ته چې د "اې‌سي‌سي" کارتونه لري د اپریل تر ۱۵مې نېټې پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به وایستل شي.

په پاکستان کې یو له افغان کډوالو رحمت الله چې "پي‌او‌آر" کارت لري وايي، له څه باندې څلویښتو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او دا چې اوس له دغه هېواده ايستل کېږي، اندېښمن دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ سره د پي‌او‌آر کارتونه چې راسره دي، بهر هم نه منل کېږي او زموږ لپاره دا کارونه که تنظيم نه‌شي، موږ ته ستونزې لا ډېرېږي، نه کاروبار کولی شو، نه مو حکومت په ارام پرېږدي، هر ځای مو نيسي، پيسې راڅخه اخلي. زموږ غوښتنه دا ده چې کارتونه دې راته بېرته نوي شي، ترڅو دلته پاتې شو."

په پاکستان کې یو افغان کډوال
په پاکستان کې یو افغان کډوال

په پاکستان کې يو بل افغان کډوال اصيل خان وايي: "دا اوس هم موږ په وېره کې يو، مخکې هم په ويره کې وو، کارتونه چې تمديد شوي وو هم په وېره کې وو، بايد تعامل راسره وشي. موږ خو د يوې ورځې مېلمانه نه‌يو چې پرون راغلي يو او نن بېرته بسترې وتړو او لاړ شو. دلته د خلکو کاروبارونه دي، دلته خلک جايدادونه لري، خلک رشتې لري، دا خو نو ستونزې شته دی."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په‌دې وروستیو کې اعلان وکړ، هغه افغان کډوال چې د "ای‌سي‌سي" کارتونه لري، د اپریل له ۱۵مې به له دغه هېواده وايستل شي، خو "پي‌او‌آر" کارت لرونکو د برخلیک په اړه يې څه نه‌دي ويلي.

تر دې وړاندې د پاکستان پخواني موقت حکومت د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې وه چې په ترڅ کې یې د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو په ګډون له ۵۲۰زره زیات افغان کډوال له دغه هېواده ايستل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG