د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

راپورونه: پاکستان د اپریل له ۱۵ مې د (ای سي سي) کارت لرونکو افغان کډوالو ایستل پيلوي


یو شمېر هغه افغان کډوال چې د پاکستان د استوګنې کارتونه لري - ارشیف
یو شمېر هغه افغان کډوال چې د پاکستان د استوګنې کارتونه لري - ارشیف

يو شمېر پاکستاني رسنيو له هغې ډلې جیو نیوز راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی چې د هغو افغان کډوالو چې د (ای سي سي) په نوم د کډوالۍ کارتونه لري، د ايستلو د عملياتو دويم پړاو د روان کال د اپريل له ۱۵مې راپيل کړي.

د جيو نيوز د راپور له‌مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب دراني دغه پرېکړه د دغه وزارت له چارواکو سره په ليدنه کې کړې ده.

يادې رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري د هغو افغانانو نوم‌لړ چې د اي سي سي کارتونه لري، د پنجاب حکومت ته واستوي، څو له پوليسو او نورو اړوندو څانګو سره يې شريک کړي.

په‌‌دې راپور کې راغلي، هغه افغان کډوال چې د «ای سي سي» په نوم د کډوالۍ کارتونه لري، بايد له ټاکل شوې نېټې مخکې، په خپله خوښه له پاکستان ووځي.

د پاکستان حکومت په لومړي پړاو کې د تېر کال په نوامبر میاشت کې د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د روان کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې له ۵۲۴زره څخه زیات بې‌اسناده افغانان له پاکستان ايستل شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر کال کې څه باندې یو نیم میلیون افغان کډوال په خپله خوښه او يا په زوره هېواد ته راستانه شوي دي.

تورخم کې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو لېږدونکې لارۍ - ارشیف
تورخم کې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو لېږدونکې لارۍ - ارشیف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ويلي، دغه کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

خو د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان ۲۳ ولایتونو ته څه باندې یو میلیون او ۳۰۵ زره کسان راستانه شوي دي.

په‌دې راپور کې له ۲۰۲۱ کال څخه تر دې مهاله په ۲۳ ولایتونو کې د افغانانو د په کور دننه کډوالیدو په اړه بحث شوی دی.

راپور زیاتوي چې په راتلونکي پړاو کې به د ۱۱ نورو ولایتونو څېړنه وشي.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې د ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونه له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډې پولې له امله د راستنېدونکو تر ټولو ډېر کوربانه دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې هېواد ته راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي، په افغانستان کې یې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ژوند په سختۍ تېرېږي.

عبدالباسط چې تازه له پاکستان څخه ننګرهار ته راستون شوی، ازادي راډيو ته يې وویل:

"اوس مهال موږ په افغانستان کې یو، هیڅ کار او دنده نه‌لرو او له حکومتي مسوولينو غوښتنه کوو چې هر یو کس په بېلابېلو ادارو کې پر دنده وګماري، دا به يې پر کډوالو لوی احسان وي."

دغه شان نصير احمد چې له ايران څخه ايستل شوی دی، ازادي راډيو ته يې وويل:

"په افغانستان کې هيڅ کاروبار نه‌شته، زه له ډېرې مودې راهیسې ایران ته ځم راځم، د خپلې مېرمنې او اولادونو لپاره خرڅ په ايران کې پيدا کوم. زه ۳۰ کلن یم، په افغانستان کې مې هيڅ کار نه‌دی کړی، اوس په مزار شريف کې یم، يوه اوونۍ کېږي چې راغلی يم، هیڅ کاروبار نه‌شته، کله د ورځې ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ راته پيدا کېږي، کار ته تیار یم او هیڅ ځای ته نه‌ځم."

بېلابېلو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بحران له څو لسیزو راهیسې روان دی، خو وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بيا واکمن شول، د ایران، پاکستان او ترکیې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ کچه ډېره شوې ده.

خو ګاونډيو هېوادونو په پرله‌پسې ډول د بې‌اسناده افغان کډوالو د ايستلو اقدام کړی چې دا مهال د پاکستان او ايران په ګډون په ځينو هېوادونو کې دا لړۍ دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG