د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان د نوي ژوند جوړولو لپاره مرستو ته اړ دي


هېواد ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
هېواد ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام " ډبليو‌اف‌پي " د دوشنبې په ورځ په خپله ايکس‌پاڼه کې یو ویډیويي راپور خپور کړ او ویې ویل، له پاکستانه ايستل شوي کډوال د نوي ژوند د جوړولو لپاره د خوړو په پرتله زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې، په‌دې وروستیو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان بې له پیسو او شتمنیو په زور له پاکستانه ایستل شوي دي.

ډبليو‌اف‌پي زیاته کړې، نږدې ټول له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي کډوال له لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره پیسې پور اخلي.

یو له دغو راستنېدونکو څخه چې اوس‌مهال په کابل کې ژوند کوي او نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، وايي مېرمن یې ناروغه ده او د مناسبې سرپناه د نشتوالي په ګډون د ګڼو ستونزو له امله سختې ورځې تېروي.

هغه زیاتوي:

"موږ په ډېر بد حالت کې ژوند کوو، موږ کور نه‌لرو، کالي نه‌لرو، د بېلګې په توګه، په دې سړه هوا کې چې موږ اوس ژوند کوو، باور وکړئ، موږ حتی بخارۍ هم نه‌لرو چې یې کېنوو، په دې ژمي کې موږ شپه په کمپلو او بړستنو کې چې څومره لرو، تېروو."

په لغمان ولايت کې له پاکستان څخه يو بل راستون شوى امير ولي د خپل او نورو ايستل شويو کډوالو د وضعيت په څرګندولو سره د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له دوى سره دې د سرپناه، د هغوى ماشومان ته زده‌کړو او د کاري زمينې د برابرولو په برخو کې دې مرسته وکړي.

ولي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه ده چې يوه سرپناه راته جوړه کړي، ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړي، موږ ته د کار زمينه برابره کړي. ډېر افغانان راغلي دي، ټول په خاورو لړلي دي، زموږ څخه خپل مالونه او جايدادونه ټول هلته پاتې دي."

په چمن کې له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
په چمن کې له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

دا چې د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو کډوالو د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره کوم اقدامات کړي دي، د دوی د حکومت له وياند ذبيح‌الله مجاهد مو وپوښتل، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدوو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومت راستنېدونکو سره د مرستو په خاطر په بېلابېلو دروازو کې د ځانګړو کمېټو او دغه راز يې د ولايتي کمېټو د جوړېدو خبر ورکړی و.

د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د بې‌اسناده افغان کډوالو د جبري ايستلو بهیر پیل کړ چې د بېلابېلو سازمانونو په وینا تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

پرون په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت قونسلګرۍ او د پاکستان خیبر نیوز خبر ورکړ چې د پاکستان د موقت حکومت کابینې د څه باندې ۱.۳ میلیونه بې‌اسناده افغان کډوالو د اوسېدو موده د مارچ تر پایه غځولې ده.

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله ايکس‌پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، یوازې د دوشنبې په ورځ ۱۵۹ افغانان په زور له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG