د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

پاکستان کې د ۱.۳ میلیونه افغان کډوالو د استوګنې دوه میاشتنی تمدید


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

د پاکستان لنډمهالي حکومت د سلګونو زره بې‌اسناده افغان کډوالو له ايستلو وروسته د ۱.۳ میلیونو افغانانو د اوسېدو موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوله.

پاکستانۍ رسنۍ خیبر نیوز دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، د دغه هېواد د موقت حکومت د کابينې د پرېکړې له‌مخې، بې‌اسناده افغان کډوال د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر وروستيو په پاکستان کې پاتې کېدای شي.

خیبر نیوز خبر ورکړی چې دغه پرېکړه د پاکستان د سرحدونو وزارت د وړاندیز پر بنسټ شوې ده.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت قونسل عبدالجبار تخاري هم ازادي راډيو ته تایید کړه چې د پاکستان موقت حکومت د بې‌اسناده افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو میاشتو لپاره غځولې ده.

تخاري زیاته کړه:

"د اکتوبر له میاشتې راهیسې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، ځینې یې نیول شوي او ايستل شوي، خو يو شمېر نور په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي. اوس د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په دوو میاشتو کې ۱۳ یا ۱۴ لکه افغانان چې قانوني اسناد نه‌لري په پاکستان کې پاتې کېدلی شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې، په پاکستان کې يو شمېر هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري وايي، د ويزې او د اوسېدو د نورو اسنادو د نه لرلو ترڅنګ له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او دغه دوه مياشتې مهلت د دوى لپاره بسنه نه‌کوي.

نويده افضلي چې پاکستان کې افغان کډواله ده، ازادي راډيو ته يې وویل، د شته ستونزو له امله د دې او نورو افغان کډوالو رواني وضعيت ښه نه‌دی.

هغه وايي:

"زه له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې یم، ټول کډوال له رواني فشار سره مخ دي، ترڅو چې قانوني اسناد ونه‌لري، حتی کور هم نه کرايه کوي. د پاکستان د حکومت له‌خوا غځول شوی دوه میاشتې مهلت خورا کم دی. زه د پاکستان له حکومت هيله کوم چې افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت ډېر کړي."

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مسوول ميراحمد روفي هم د پاکستان د موقت حکومت د دې پرېکړې هرکلى کوي، خو وايي چې دغه مهلت کافي نه‌دى او بايد افغان کډوالو ته نور وخت ورکړل شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د افغان كډوالو د پناه غوښتنې سازمانونه او هېوادونه دې د دوى دوسيو ته پاملرنه وكړي او يا دې د پاكستان کې د اوسېدو د اسنادو په ترلاسه كولو كې له دوى سره مرسته وكړي.

روفي زیاته کړه:

"موږ هیله لرو هغه هېوادونه چې کډوال مني او نور بنسټونه هم اقدام وکړي او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره روښانه انساني او اسلامي پرېکړه وکړي ترڅو زموږ دا ستونزه حل شي."

هغه وايي، له‌دې سره - سره په‌دې وروستيو کې د اسلام‌اباد په بي -١٧ سيمه کې مېشتو افغان کډوالو د پاکستاني پوليسو له‌خوا د ځورونې په اړه دې شورا ته شکايت کړى و.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان موقت حکومت د بې‌اسناده افغان کډوالو شمېر یو میلیون او ۷۰۰ زره تنه ښودلی و او د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه یې د ایستلو بهیر پیل کړ.

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت قونسلګري وايي، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې ۶۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته په زور یا په خپله خوښه ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG