د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

افغان کډوال: ایران د استوګنې د قانوني کولو په یوه کارت ۱۰۰ میلیونه تومان غواړي چې وس یې نه لرو


ایران کې افغان کډوال تل دوی سره له ناوړه چلنده شککایت لري - تصویر له ارشیفه
ایران کې افغان کډوال تل دوی سره له ناوړه چلنده شککایت لري - تصویر له ارشیفه

د افغانستان لوېدیځ ګاونډي هېواد ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، هغه لګښت چې دغه هېواد له کډوالو څخه د "ځيرک کارټونو" په بدل کې غواړي، لوړ دی او دوی یې نه شي پوره کولای.

دا کارت په ایران کې میشتو کډوالو لپاره د پخوانیو هویت کارتونو پر ځای دی او په دې هېواد کې د دوی د قانوني اوسیدو زمینه برابروي.

د دغو افغان کډوالو په ټکو، د ایران حکومت له هرې کورنۍ څخه د «ځیرک کارت» د ترلاسه کولو په بدل کې ۱۰۰ میلیونه تومان غوښتي چې شاوخوا ۱ یو لک او ٣٠ زره افغانۍ کېږي او هره کډواله کورنۍ باید د ١٨ کالو څخه پورته هر نارینه غړي په بدل کې سل میلیون تومانه اضافي ورکړي.

له دوی څخه یوه تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

" د میاشتې ٩ ملیون تومنه، لس مليون تومنه کار کوو. څلور پنځه مليونه يې زمونږ د کور مصارف کیږي، ٤ ، ٥ ملیونه يې چې پاتې شي د کور کرایه او ځینې نور مصارف کیږي. په ايران کې ډېره قیمتي ده، په رښتیا هم دا توان نه لرو چې مونږ د کورنۍ ٤ غړي ۴۰۰ میلیونه تومانه له کومه کړو."

ایران مېشتي افغان کډوال وایي چې له مجبورۍ په لږو پیسو ډېر درانه کارونه کوي
ایران مېشتي افغان کډوال وایي چې له مجبورۍ په لږو پیسو ډېر درانه کارونه کوي

یوه بل ایران مېشتي افغان کډوال وویل:

" مونږ هلته مراجعه وکړه، هلته يې زمونږ څخه د سرشميرنې یوه پاڼه او شمیره واخیسته او ویې ویل مونږ بیا درسره اړیکه نیسو، خو تر اوسه یې اړیکه نه ده نیولې، زموږ اندیښنه دا ده چې دلته د اوسیدو لپاره سل سل مليونه تومان غواړي که نه نو مونږ شړي."

"ځیرک یا هوشمند کارت" د اوسیدنې یو قانوني سند دی چې ایران د افغانانو په ګډون په شرایطو برابر بهرنیو وګړو ته یې وېشي.

ایران " دولت خبري وېب پاڼې" د راپور پر بنسټ، د دغو کارتونو د وېش بهير د لړم میاشتې له ٢٠مې نېټې څخه پيل شوى دى.

د دغې خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، مخکې له دې د ایران د کډوالۍ د ملي سازمان د عمومي اړیکو د مشر محمد جلالي فرد له قوله لیکلي وو چې د دغو کارتونو په لرلو سره کډوال کولای شي د وخت په تیریدو سره ۱۸ بیلابیل خدمتونه ترلاسه کړي.

د ایران " دولت خبري وېب پاڼې" د راپور له مخې، د ځیرک کارتونو لرونکي کولای شي چې سیم کارتونه واخلي او بانکي حسابونه هم ولري، هغه دوه ستونزې چې په ایران کې افغان کډوال تل ترې شکایت کوي.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، که څه هم اوس د ځيرک کارټونو ترلاسه کول اختیاري دي، خو دوی ادعا کوي چې د ایراني پولیسو له خوا د ناقانونه کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي او له قانوني اسنادو او ځیرک کارټونو پرته د دوی د ایستلو احتمال زیات دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر تیز شوی او د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تازه شمېرو له مخې یواځې په تیرې یوې میاشتې کې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي او بیرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG