د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال: سرپناه نه لرو، ورښتونو مو ستونزې لا زیاتې کړي


له پاکستانه ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال- تورخم پنډ غالی
له پاکستانه ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال- تورخم پنډ غالی

د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د واورې او بارانونو ورېدو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې د وروښتونو وروسته، له سرپناه پرته، ورته ژوند نور هم ستونزمن شوی دی او نورې لازمې مرستې هم ورسره نه دي شوي.

له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال، نصیب الله چې اوس هم تورخم پنډغالي کې له خپلو ماشومانو سره اوسیږي ازادي راډيو ته وویل، دوی د ژمي د سړې شپو ورځو د تېرو لپاره لازمې انسانتیاوې نه لري.

هغه زیاته کړه:

" سر پناه نه لرو او په تورخم کې په ډیر بد وضعیت کې پراته یوو، واړه ماشومان مو يخ وهلي، وضعیت مو دير خراب دی باید زمونږ پوښتنه وشي."

له ایران راستانه شوي یو افغان کډوال امېد هم ورته خبره کوي او وایي:

" له هغه وخته چې راشړل شوي یوو، تر اوسه مې هيڅ کار نه دی موندلی، د ورځې لس روپۍ عاید نه لرم،هوا ډېره سړه ده، شپه او ورځ په يخ کې تېروو، ماشومان مو يخ وهلي.ډېرې ستونزې لرو. تر اوسه مونږ سره نه کومې موسسې او نه هم د ملګرو ملتونو لخوا مرسته شوې ."

له څو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې باران او ځینو کې واورې وریږي
له څو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې باران او ځینو کې واورې وریږي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند، د هوا پېژندنې ریاست نن جمعه د یوې خبرتیا په خپرولو سره د جوزجان، فاریاب، نیمروز او کونړ ولایتونو پرته، د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د نسبتا درنې واورې او تېز ورښت اټکل کړی دی.

یاد شوي ریاست د سلواغې له ۱۳مې څخه تر ۱۴مې پورې د اورښت کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۰ څخه ۳۵ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۵ څخه تر ۴۵ سانتي مترو پورې ښودلې.

د ژمي په موسم کې د راستانه شویو کډوالو د ستونزو د حل لارو په اړه مو د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزات ویاند، عبدالمطلب حقاني وپوښت، خو د دې راپور تر خپریدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې چې نن، د فبروري په ۲مه خپور شو ویلي چې تر جنورۍ میاشتې پورې پاکستان پنځه لکه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي چې ۶۰ سلنه یې له اتلسو کلنو واړه او ماشومان دي.

دې ادارې ویلي چې همکارې موسسې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي، خو دایمي حل ته بېړنۍ بودیجه په کار ده.

له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي چې په سخت ژمي کې ستانه کړای شوي افغان کډوال په کور دننه له سختو ننګونو سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG