د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند ډېرو افغان کډوالو ته تقریباً ناشونی شوی


له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې وروستیو اقتصادي او قانوني شرایطو د افغان کډوالو لپاره ژوند تېرول ستونزمن او نږدې نا ممکن کړي دي.

"ای‌او‌ام" د یک‌‌شنبې په ورځ یوه راپور کې چې د افغان ښځو په اړه یې خپور کړی لیکلي، دا وضعیت هغوی مجبوروي چې له نا معلوم برخلیک سره افغانستان ته ستنې شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته میلیونونه افغان نجونې او ښځې د طالبانو له محدودونکو فرمانونو سره مخ دي چې له امله یې په کورونو کې بندېانې او په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې یې ګډون له‌منځه وړل شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، ډېرو افغانانو د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته وطن پرېښود او ګاونډیو هېوادونو له دې ډلې پاکستان ته ولاړل.

راپور وړاندې لیکي، د پاکستان له‌خوا د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د بې‌اسناده افغان کډوالو له ایستو وروسته، لکونه افغانان بېرته خپل وطن ته راغلي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په هرات کې د تېر کال په اکتوبر کې شویو زلزلو ته هم اشاره کړې او زیاتوي، وروستیو میاشتو کې هلته د ښځو کړکېچن وضعیت له دې بشري ناورین سره لا مرسته کړې او اټکل کېږي چې ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان له دې حالت اغېزمن شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوالې ښځې چې وروستیو دوه نیمو کلونو کې ګاونډیو هېوادونو ته تللي وايي، هلته له ډېرو ستونزو سره مخ دي او له دوی یو شمېر یې مجبورې شوي چې بېرته افغانستان ته ولاړې شي.

یوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د اقتصادي او قانوني ستونزو له امله دوه میاشتې مخکې له پاکستان افغانستان ته ستنه شوه او اوس له یوه بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ ده.

سرچینه زیاتوي:

" نور نه کېدل، ډېره ستړې شوې وم، اقتصاد مو ډېر خراب و او له بله پلوه، د پولیسو له‌خوا ځورول کېدو. د کور کرایه مې هم دوه میاشتې نه‌وه ورکړې، څو یو دوست مو مرسته وکړه، موږ یې کابل ته را واستولو او زموږ کرایه یې هم ورکړه. دلته هم کور کې پټ یوو، نه پوهېرم تر کله به داسې حال وي. "

یوه بله مېرمن چې له خپلې ۸ کلنې لور سره پاکستان کې ده او نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، هلته له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

دغې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل:

"له دې وېرېږم چې نور به و نه شم کولای دلته و اوسم، ځکه کوم وضعیت چې اوس لرم، راته ډېره سخته ده. د یوې ښځې په توګه یوازې کار کول او کور پیدا کول ډېر سخت دي. داسې وضعیت کې یم چې نه‌شم کولای بیان یې کړم. "

له پاکستانه یو شمېر ستنې شوې افغانانې
له پاکستانه یو شمېر ستنې شوې افغانانې

په ایران کې یوه بله افغان کډواله چې د خپل نوم له خپرولو ډډه کوي ازادي راډیو ته وویل، د نورو په کارونو کې صفاکاري کوي او په ډېرو ستونزو یوازې خپل میاشتني لګښتونه پوره کوي.

هغه زیاتوي:

"همدا اوس هم یو کور ته تللې وم چې صفاکارې ته یې اړتیا درلوده. د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره مجبوره یم چې کار وکړم. دلته هم ډېره ګراني ده، پیسې یې هم هیڅ ارزښت نه‌لري. د میاشتې له پیل تر پایه زحمت وباسوو، اخر کې بیا هم قرضدار یوو. "

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنۍ وروسته، د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي مشارکت پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د همدې بندیزونو له امله اړ شوي چې وطن پرېږدي.

د ویلو ده چې وروستیو کې له پاکستان و ایران د افغان کډوالو اېستل زیات شوي او د تېر کال د نومبر له میاشتې وروسته، له نیم میلیون زیات افغان کډوال له پاکستان او زرګونه نور بیا له ایران افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG