د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د ترکیې پولیسو لسګونه بې‌اسناده افغان کډوال نيولي


ارشیف: ترکیه کې نیول شوي کډوال چې افغانان هم په کې دي.
ارشیف: ترکیه کې نیول شوي کډوال چې افغانان هم په کې دي.

د ترکیې په دوزجه کې پولیسو لسګونه بې‌اسناده افغان کډوال نيولي دي.

د ترکيې د پولپسو لخوا په دغه هېواد کې د ۳۹ بې اسناده افغان کډوالو له له نیول کېدو وروسته د دغو کډوالو یو شمېر کورنۍ په دې اړه اندېښمنې دي او د هغوی د خوشې کېدو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

د ترکیې دولتي اناتولي خبري اژانس په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې دغه افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې د کاغذي دسمالونو د صندقونو په منځ کې پټ شوي وو، د دوزجې ولایت په چیليم لى ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د دغه راپور له مخې ټول نیول شوي کسان د کډوالو ادارې ته وړل شوي او لارۍ چلوونکی هم د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه د ځینو کورنیو ویلي چې زامن یې په قاچاقي ډول اروپا ته د رسېدو هڅه کوله.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى صديق الله چې ١٨ کلن زوى يې حبيب الله د ترکيې د پوليسو له خوا نيول شوى، په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "هغه په یوولسم ټولګي کې و. هغه وویل چې ترکیې ته ځم. ما وویل چې موږ پیسې نه لرو، خو بيا هم هغه لاړ. یو کال په ايران کې و، له هغه ځای څخه د ترکیې استانبول ته لاړ، ما پیسې وراستولې چې بېرته راشي افغانستان ته، خو همغه شپه يې چې لوبه وکړه (د قاچاق کوونکو له خوا یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د ډلې د لېږلو اقدام) پوليسو نيولي وو. موږ اړ و له مجبوريته مو لېږلي وو. مور او پلار يې ليوني شوي يو پسې غـواړو چې خوشې شي. موږ هره شېبه دعا کوو."

د افغانانو په ګډون ډېری کډوال هڅه کوي چې په سختو لارو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي. ارشیف
د افغانانو په ګډون ډېری کډوال هڅه کوي چې په سختو لارو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي. ارشیف

یو شمېر افغانان چې د ترکیې د پولیسو له خوا مخکې نیول شوي، ادعا کوي چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري په بد ډول شکنجه شوي هم دي.

۲۳ کلن رحمان حیدري یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې ترکیه کې د توقیف او له دغه هیواده د شړلو کیسه کوي.

هغه وویل: "د شپې دولس بجې وې چې پولیسو برید وکړ او اووه تنه یې توقیف خانې ته بوتلل، په یوه کوټه کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان وو، هغوی موږ ووهلو. یوځل دوو پولیسو اووه دقیقې پرلپسې زه ووهلم، ځینو یې حتی افغانانو ته برښنايي شاټونه ورکول او شکنجه کول يې."

ازادي راډیو وغوښتل چې په دې اړه په ترکیه کې د افغانستان له سفارت څخه هم وپوښتي، خو د دغه سفارت ویاند پسرلي حکیم پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال عبدالرحمن راشد په روانه میاشت کې ویلي وو چې د ترکیې په زندانونو کې شاوخوا ۱۶۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

د هغه په وينا، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه شاوخوا شپږ سوه افغانان د دغو له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو له خپلو هېوادونو څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو او د هغو کډوالو د نیولو او افغانستان ته د لېږلو لړۍ روانه کړې چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي. ارشیف
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي. ارشیف

ډېری دغه کډوال په ځانګړې توګه د طالبانو له بيا راتګ وروسته د امنیتي ستونزو، وزګارتیا او د خپلو ماشومانو د زده کړو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانان په زور او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG