د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د پخوانیو افغان ځواکونو ستنولو اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: د افغانستان د تېر نظام ځواکونه د تمریناتو پر مهال
ارشیف: د افغانستان د تېر نظام ځواکونه د تمریناتو پر مهال

د تېر جمهوري حکومت يو شمېر پخواني پوځیان، چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي افغانستان ته د استولو په اړه اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې، د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام یو شمېر پوځیان بېرته افغانستان ته د تلو او خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي.

هغوی، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو او غچ اخیستنې له وېرې، ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته تللي، وايي، که بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي نو ښايي ووژل شي او یا هم لادرکه شي.

په پاکستان کې یو پخوانی پوځي فهیم ازادي راډيو ته وویل چې له دې هېواده د ایستلو له خطر سره مخ دی او افغانستان ته له ستنېدو وېره لري.

هغه وايي: "د پاکستان حکومت په دې اړه جدي اقدامات کړي او زموږ ویزې ختمې شوي. د اسلامي امارت له لوري پخوانیو پوځیانو لپاره هېڅ تضمین نه شته. زه ډېر اندېښمن یم، موږ بېرته استول کېږو. نړیواله ټولنه باید پوځیانو ته پاملرنه وکړي."

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د دوی مشر هبت‌الله اخندزاده عمومي عفوه اعلان کړې او د پخوانیو افغان سرتېرو په ګډون د ټولو افغانانو امنیت تضمین شوی دی.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده

خو په ایران کې مېشت یو افغان کډوال، فواد چې یو له پخوانیو پوځیانو څخه دی، دوه کاله وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د ګواښونو له وجې مو نه شو کولای هلته ژوند وکړو. د دې لپاره چې موږ پیدا کړي څو ځله مشخصو ادرسونو ته راغلل. اوس له ایران څخه د وتلو په اړه اندېښمن یو، ځکه چې افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ یو."

هغه وايي چې په غیرقانوني توګه او له ډېرو ستونزو سره یې ځان ايران ته رسولی دى.

په همدې حال کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام یو شمېر پوځي چارواکي دا اندېښنې جدي ګڼي او ټینګار کوي چې د دغو پوځیانو د ستونزو حل ته باید پاملرنه وشي.

په دې اړه د افغانستان د تیر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال فرید احمدي ازادي راډیو ته وویل: "سل په سلو کې د دوی او د کورنیو ژوند یې په خطر کې دی. اوسمهال د دوی زرګونه ملګري او همکاران د طالبانو په زندانونو کې دي او د برخلیک په اړه یې هېڅ خبر نه شته. د حل لار دا ده چې ملګري ملتونه، امریکا او بریتانیا چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ورسره کار کول، باید د دوی د کورنیو د برخلیک په اړه بې تفاوته نه وي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دې اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر هم وپوښتي، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ادعا کړې چې طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې د پخواني حکومت د کارکوونکو پر وړاندې له ۸۰۰ څخه زیاتې د بشري حقونو څخه سرغړونې کړي چې په هغو کې له قانون پرته وژنې، خپلسري نیول، شکنجه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

یوناما 'د پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو د کارکوونکو او غړو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې' تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې موده کې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د غیرقانوني وژنې ۲۱۸ پېښې ثبت شوي چې يو شمېر يې لومړى نيول شوي او بيا توقيف ته لېږدول شوي او ځينې نور يې نامعلومو ځايونو ته د لېږدولو وروسته وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د يوناما د دغه راپور موندنې له حقيقته لرې بللې وې.

که څه هم په ایران او پاکستان کې، د مېشتو پخواني افغان پوځېانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د وسله والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري له دې وړاندې د افغان هوايي ځواک پیلوټانو په اړه ازادي راډيو ته ویلي وو چې ۱۵۰ په ایران کې، ١٠٠ په پاکستان کې، ۸ په تاجکستان کې، ٨٠ په ترکیه کې او ٧٥ نور په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي.

په ایران او پاکستان کې د افغان پوځیانو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې دغو دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې لسګونه زره بې اسناده افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG