د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د پاکستان زیاته شوې نا امني؛ چارواکي یې ولې افغانان ګرموي، د طالبانو ځواب څه دی؟


پاکستان کې د یوې وروستۍ چاودنې قربانیان - تصویر له ارشیفه
پاکستان کې د یوې وروستۍ چاودنې قربانیان - تصویر له ارشیفه

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم، انوارالحق کاکړ وايي، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه ایستل کیږي چې افغانستان د هغو پاکستاني سختدریځو په مخنیوي کې پاتې راغلي چې د خاورې په کارولو سره یې په پاکستان کې عملیات مخ ته وړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دوی پاکستان کې د امن غوښتونکي دي خو دغلته د امنیت ټینګولو مسول نه دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله، د دغه هېواد سرپرست صدراعظم نن، د نومبر په ۸مه نېټه، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، له څه باندې دوو کلونو راهیسې له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري بریدونه زیات شوي دي.

کاکړهمدارنګه ادعا وکړه چې د پاکستان په یوشمېر ځانمرګو بریدونو کې یو شمېر افغانان ښکېل وو، هغه ادعا چې له دې مخکې د طالبانو چارواکو رد کړې وه.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ نن په دې تړاو وویل:

"په ځانمرګو بریدونو کې ۱۵ تنه افغان اتباع هم شامل وو، د دې تر څنګ تر اوسه د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو سره د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۶۴ افغانان وژل شوي، چې دا ټول حقایق افغان چارواکو ته معلوم دي."

د پاکستان سرپرست صدراعظم، انورالحق کاکړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم، انورالحق کاکړ

د کاکړ په خبره، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په پاکستان کې ترهګریزي پیښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي دي چې په پایله کې یې په دې هیواد کې ۲۲۶۷ تنه وژل شوي دي.

هغه ادعاوکړه چې دوی افغان طالبانو ته د ټي ټي پي د غړیو لست ورکړی او نور بشپړ معلومات یې ورسره شریک کړي، خو هغوی تراوسه په دې برخه کې جدي اقدام نه دی کړی.

د پاکستان د سرپرست حکومت صدراعظم همدا شان په افغانستان کې د طالبانوله حکومت څخه غوښتي چې باید په دې هېواد کې مېشت ټول هغه پاکستانیان چې د ده په خبره په پاکستان کې په ترهګریزو حملو کې لاس لري، ژر ترژره ونیسي او دوی ته یې وروسپاري.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د موقت حکومت د صدراعظم د وروستیو څرګندونو په اړه نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د یوې اعلامیې له خپرولو سره وویل چې دوی په پاکستان کې دننه د امن د ټینګښټ مسولیت نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

د مجاهد په وینا، پاکستان باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي پرافغانستان وانه چوي.

د طالبانو ویاند ویلي، دا چې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې دا د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې دوی پکې لاس لري.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، لکه څرنګه چې دوی په افغانستان کې امن او سوله غواړي همداراز پاکستان کې هم امن غوښتونکي دي.

انوارلحق کاکړ له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د یو شمېر طالب چارواکو د وروستیو توندو څرګندونو په وړاندې هم غبرګون وښود او هغه یې غیر ضروري، غیر مسولانه، ګواښونکې او تېر اېستونکې وبللې.

پر پاکستان د توندو انتقادونو په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د لړم په پنځلسمه په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې، د کډوالو په وړاندې د پاکستان د حکومت چلند ظالمانه او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل وباله او خبرداری یې ورکړ چې که په دې اړه خپل دریځ بدل نه کړي، نو دوی به یې هم په وړاندې سخت غبرګون وښيي. خو هغه په دې برخه کې نورجزیات ورنه کړل.

د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر پوهان بیا وايي چې پاکستاني چارواکو ته په کار ده چې په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د تورونو لګولو پر ځای له ډیپلوماټيکو لارو کارواخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څو ورځې مخکې پاکستان ته د غبرګون ښودلو خبرداری ورکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څو ورځې مخکې پاکستان ته د غبرګون ښودلو خبرداری ورکړ

د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر پوهان بیا وايي چې پاکستاني چارواکو ته په کار ده چې په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د تورونو لګولو پر ځای له ډیپلوماټيکو لارو کارواخلي.

د سیاسي او پوځي چارو پوه، احمد خان اندړ ازادي راډیو ته وویل:

"دا د دوی یوه غیر ډیپلوماټیکه کړنه ده، افغانان هیڅ کله د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، بلکې دا دوی دي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د مور په نوم یادیږي او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلې کړي دي. موږ غواړو چې د پاکستان حکومت دغه راز تورونو ته د پای ټکی کېږدي."

د اسلام آباد او پرافغانستان د واکمنو طالبانو ترمنځ اړیکې چې له مخکې ترینګلې وې، له پاکستانه د په زوره افغان کډوالو د ایستلو پرسر نورې هم ترینګلې شوې دي.

له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

د اسلام آباد او پرافغانستان د واکمنو طالبانو ترمنځ اړیکې چې له مخکې ترینګلې وې، له پاکستانه د په زوره افغان کډوالو د ایستلو پرسر نورې هم ترینګلې شوې دي.

کاکړ دغه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د اکتوبرمیاشتې ترپایه د وروستي مهلت ترپای ته رسیدو وروسته له دوه نیم لکه زیات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې پاکستان وایي، ډیری دغه بې اسناده افغانان په خپله خپل هېواد ته ستانه شوي، خو کابل ټینګار کوي چې اکثریت یې په زوره اېستل شوي دي.

د سیاسي چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور، پاکستان چې له دې مخکې یې هم په هغه هېواد کې ډېر ځلې افغان کډوالو ته د وتلو خبراری ورکړی و، داځل یې دې کارته د دې لپاره مخه کړې چې پر کابل واکمن طالبان خپلې غوښتنې ومني چې یوه مهمه یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې اړوند ده. هغه ډله چې له افغان طالبانو سره کلونه -کلونه نژدې اړیکې پاللې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG