د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

پر افغان کډوالو د ایران نوی بندیز؛ د رسمي اجازې پرته یې کار کول منع شول


د ایران په یوه مارکېټ کې خلک او کارګران - عکس سمبولیک دی
د ایران په یوه مارکېټ کې خلک او کارګران - عکس سمبولیک دی

په ایران کې پر هغو افغان کډوالو نوی بندیز چې د کار موقتي کارت نه لري.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د کار وزارت د اعلان له مخې هغه افغان کډوال چې د کار جواز یا موقتي کاري کارتونه ورسره نشته، په دغه هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري.

دغه وزارت ایراني کار ګومارونکو ته هم خبرداری ورکړی چې که دوی د کار له جواز پرته کډوالو ته کار ورکړي، جریمه به شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو د کار د وضعیت تعینولو د ملي پلان د پلي کیدو خبرهم ورکړی.

ایراني چارواکو ویلي دي چې د دغه پلان له مخې، کارګران باید د کډوالو له ګومارولو مخکې د کار او ټولنیزې هوساینې له ادارې څخه اجازه واخلي.

دې مسئلې اوس په ایران کې هغه افغانان اندېښمن کړي چې له موقتي کارتونو پرته په کار بوخت دي.
عنايت الله الکوزي چې د ايران په يوه عمده پلورنځي کې د محاسب په توګه کار کوي او د کار کارت نه لري، ازادي راډيو ته یې وویل:

"له دې امله اندېښمن یم چې د کارت نه لرلو له امله له دندې ونه اېستل شم، زه ۷ کسیزه کورنۍ لرم، څلور میلیونه تومان د کور کرایه ورکوم. که یوه میاشت هم اوزګار شم، دا لګښتونه نه شم پوره کولای."

مصطفی یو بل ځوان دی چې له یوه کال راهیسې ایران ته د کار موندلو لپاره تللی دی.

دا هم وايي چې د کار د کارت نه لرلو له امله کار موندل ورته ستونزمن دي.

"حکومت موږ کار ته نه پرېږدي، زه خپله یو کال کېږي چې ایران ته راغلی یم، ښايي پنځه میاشتې مې کار کړی وي، نور مې کار نه دی کړی. اوس مهال د کار کارت نه لرم، اندېښمن یم چې څه وکړم؟ له کور څخه هم زنګ وهي چې وضعیت یې ښه نه دی، که زه افغانستان ته لاړ شم، هلته هم کار نشته، په یوه دوه لارې کې پاتې یم."

ایران ته تلونکي یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
ایران ته تلونکي یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

له تېرو څو کلونو په تېره بيا د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله لسګونه زره افغانان له قانوني او ناقانونه لارو ايران ته تللي او هلته د ودانيرو کارونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت څه وخت مخکې ویلي و چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه ناقانونه افغان کډوال ژوند کوي چې د اخراج د پلان له مخې به وایستل شي.

په ایران کې د کار له اجازې پرته د افغانانو پر کار د بندیز په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې ځینو سوداګرو او له پاکستان څخه تازه ایستل شویو کډوالو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کار له نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د خپلو ستونزو د هوارېدو غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG