د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

په ايران کې ځينې افغان کډوال: په 'ځيرک کارتونو' سره زمونږ ستونزې تر ډېره هوارې شوي


تعدادی از پناهجویان افغان در ایران
تعدادی از پناهجویان افغان در ایران

ايران کې يو شمېر افغان کډوال وايي، د ايراني حکومت له‌خوا کډوالو ته د ځيرک کارتونو په ورکړه، د دوی ستونزې تر يوه بريده هوارې شوي او اوس کولی شي د ايراني اتباعو په څېر هلته د اوسېدو له قانوني حق برخمن شي.

حفیظ الله وايي:هغه کسان چې دا کارتونه نه‌لري هغو له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

حفيظ‌ الله چې چې د ايران په اصفهان کې د کډوالۍ ورځې او شپې تېروي وايي: "هغو کډوالو ته چې ځيرک کارتونه ورکول شوي دي، ډېرې ستونزې يې حل شوي، کولی شي پېر او پلور وکړي، کور وپېري يا يې کرايه کړي، د بانک کارت ترلاسه کړي، سيمکارت ترلاسه کړي، خو هغه کسان چې دا کارتونه نه‌لري هغو له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د عنايت په نوم يو بل افغان کډوال چې د ايران په تهران کې اوسيږي وايي، افغان کډوال د ځيرک کارتونو په ترلاسه کولو خوښ دي، خو د ده په خبره هغه افغان کډوال چې تازه ايران ته ورځي، د ځيرک کارت اخيستل ورته له‌دې امله سخت دي چې سرشمېرنه يې نه وي شوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د ځيرک کارتونو د اخيستلو پروسه چې له څه مودې راهيسې پيل شوې وه، اوس په‌دې وروستيو کې کډوالو ته عملاً کارتونه ورکړل شول، خو له بده‌مرغه هغه افغان کډوال چې تازه ايران ته راځي، قانوني اسناد ونه‌لري، سرشمېرنه يې نه وي شوي، هغوی په دې پروسه کې شامل نه‌دي، چې دا بله ستونزه ده."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي تېره ورځ پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، هغه کډوال چې د لنډمهال لپاره ايران کې مېشت وو او د اوسېدو بېلابېل کارتونه ورکول شوي دي، د دوی د حکومت د پرېکړې پر اساس به د ځيرک کارت په نوم يو کارت ورکول شي.

د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي
د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي

نوموړي دغه راز شان، ياد کارتونه چاپ شوي او يو شمېر کډوالو ته وېشل شوي هم دي.

ځیرک یا هوشمند کارت د اوسېدنې یو قانوني سند دی چې ایران يې د افغانانو په ګډون په شرایطو برابر بهرنیو وګړو ته وېشي.

ایران 'دولت خبري وېب‌پاڼې' د راپور پر بنسټ، د دغو کارتونو د وېش بهير د لړم میاشتې له ٢٠مې نېټې څخه پيل شوى دى.

د دغې خبري وېب پاڼې د راپور له‌مخې، مخکې له‌دې د ایران د کډوالۍ د ملي سازمان د عمومي اړیکو د مشر محمد جلالي فرد له قوله لیکلي وو چې د دغو کارتونو په لرلو سره کډوال کولای شي د وخت په تېرېدو سره ۱۸ بېلابېل خدمتونه ترلاسه کړي.

خو تر دې مخکې ايران کې بېلابېلو افغان کډوالو ازادي راډيو سره خبرو کې شکايت کړی و چې دوی دومره اقتصادي توان نه‌لري چې کورنۍ له ۱۸ کلونو پورته هر نارینه غړي د ځيرک کارت په تضمين کې ۱۰۰ميليون ايراني تومن چې د دوی په خبره يو لک او ۳۰زره افغانۍ کېږي، ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG