د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

یونېسف: د تېر کال تر پایه ۷،۷ میلیون افغانانو په ګاونډیو هېوادونو کې پناه اخیستې


ارشیف: په پلازمېنه اسلام اباد کې افغان کډوال
ارشیف: په پلازمېنه اسلام اباد کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسیف وايي، د ۲۰۲۳ کال ترپایه له اوه نیم میلیون ډېرو افغانانو په ګاونډیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.

په تېرو څو کلونو کې میلیونونه افغانان د بحران د دوام له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي او ګاونډیو هېوادنو ته یې مخه کړې ده.

د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسیف پرون د فبروري ۲۳مه په یوه تازه راپور کې په بهر کې د میشتو افغانانو نوي ارقام خپاره کړل او ویې ویل چې د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې ۷،۷ میلیون افغانانو په پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې پناه اخیستې ده.

د دې راپور له مخې د افغانستان په بل ګاونډي هېواد ترکمنستان کې د افغانانو د پناه اخیستو په اړه رسمي ارقام نه شته.

راپور زیاتوی چې ډیری دا افغانان په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب د نه شتون له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره یادونه کوي چې ډېری افغانان پاکستان او ایران ته کډه شوي دي، په داسې حال کې چې دې دوو هېوادونو په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی چې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال د نوامبر میاشتې له پیله د بې سنده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

د ملګروملتونو د ارقامو له مخې تردې دمه له پنځه لکو ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' هم راپور ورکړی چې د تېر کال د جنوري او نوامبر میاشتو ترمنځ شاوخوا ۶۳۱ زره افغانان له ایرانه ایستل شوي او یا په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي. November 3, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي. November 3, 2023

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا تازه ارقام خپاره شوي چې له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې له بېلابېلو هېوادونو څخه له ۲،۸ میلیون ډېر کډوال یا په جبري ډول ایستل شوي او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګروملتو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې افغانستان د ۶،۱ میلیون کډوالو په لرلو سره له سوریې وروسته د کډوالو د لوړې شمېرې له پلوه د نړۍ دوهم هېواد دی.

خو دا ارقام د تېر کال دي او هغه مهال لا له پاکستانه د بې سنده افغانانو د ایستلو لړۍ نه وه پیل شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په ۲۰۲۳ کال کې یې د افغان کډوالو له ماشومانو، کورنیو او کوربه هېوادونو سره د مرستې لپاره ۶۶ میلیون ډالره بسپنه غوښتې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG