د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوږده ساعتونه کار؛ د بې ځایه شویو افغان ښځو او ماشومانو په اړه د نوي راپور اصلي موندنه


یو شمېر افغان کارګر ماشومان - تصویر له ارشیفه
یو شمېر افغان کارګر ماشومان - تصویر له ارشیفه

د چاپیریال ساتنې او پراختیا نړیواله موسسه (IIED) وايي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د دوی څېړنې ښيي چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط د دې لامل شوی چې بې‌ځایه شوي ماشومان، ښځې او سړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر ساعتونه کار وکړي.

دې موسسې د دوشنبې په ورځ د یوې څېړنې پایله خپره کړې او په کې یې لیکلي، په هرات کې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې شویو زلزلو او د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر تر ډسمبره له پاکستان د نیم میلیون افغان کډوالو راستنېدنې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په کورني بې‌ځایه شویو نېغ په نِېغه اغېز کړی دی.

د دې څېړنې په اوږدو کې راغلي، د مخکېنیو او اوسنیو بې‌ځایه شویو په ګډون اوس‌مهال په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه داخلي کډوال شته.

د چاپیریال ساتنې او پراختیا نړیواله موسسې زیاته کړې، روان بشري ناورین د ټولنې په رواني او بدني سلامتیا او عاطفي وضعیت هم اغېز کړی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې ۵۶ سلنه ښځو او ۴۹ سلنه نارینه بې‌ځایه شویو هیله ده چې راتلونکې کال به یې ژوند ښه شي.

د چاپیریال ساتنې او پراختیا نړیواله موسسه وايي، په کور دننه د بې‌ځایه شویو له ډلې ښځې د لږ مالي عاید له امله په خراب وضعیت کې دي او ډېرې لږ یې کولای شي چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې د خپل کار له لارې د عواید په وسیله پوره کړي.

په دې راپور کې د ښځو په ژوند او کار لګېدلو محدودیتونو هم اشاره شوې او زیاتوي، دې چارې د کار روزګار او اقتصادي مسایلو ور هاخوا د دوی په ټولنیز او رواني وضعیت ډېر اغېز کړی او ښځې یې انزوا ته وړې دي.

په ورته وخت کې یوه بې‌ځایه شوې چې و یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، نږدې کال وړاندې د وچکالۍ له امله له کندز کابل ته را کډه شوه، خو په دې ښار کې هم د بې‌روزګارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله کړېږي.

هغه زیاتوي:

"زه د کندز یم. غریبه یم. مېړه مې غریب او ناتوانه دی. د یوې ‌ډوډۍ پیسې هم نه‌شو پیدا کولای. د سیمې وکیل او طالبان یو یې هم موږ سره همکاري نه‌‌کوي. خپله ناروغه یم. مخکې مې د خلکو جامې مینځلې، اوس جامې هم نه‌شم مینځلی. "

بادغیس کې یوه بې ځایه شوې مېرمنه - تصویر له ارشیفه
بادغیس کې یوه بې ځایه شوې مېرمنه - تصویر له ارشیفه

له پنجشېره کابل ته راکډه شوی قسیم هم وايي:

"موږ په ۱۴۰۱ کال کې هغه مهال چې په پنجشېر کې زموږ په کلي کې جګړه پیل شوه، را کډه شو. هلته زموږ ډېر خپلوان شهیدان شول، موږ کابل ته راغلوو. لږ وخت د خپل یو خپلوان په کور کې وو. ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، ژوند په یوه ډول مقصد مخ‌ته وړو. "

خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، د نورو بنسټونو په همکارۍ په کور دننه له بې‌ځایه شویو د نقدو پیسو مرسته کېږي.

د ویلو ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نږدې ۸ میاشتې وړاندې په یوه راپور کې نا امني، بې‌روزګاري، اقتصادي ستونزې او اقلیمي بدلون په افغانستان کې دننه د بې‌ځایه شویو مهم لاملونه بللي و.

له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو سازمانونو راپورونه ورکړي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی، خو د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې وضعیت هغومره هم خراب نه‌دی چې په دې راپورونو کې یادونه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل راپور کې لیکلي، روان میلادي کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG