د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

افغانستان ته د ستانه شویو کډوالو لپاره د سرچینو نشتوالي اندېښنې رامنځته کړي


له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ته ستانه شوي افغان کډوال
له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ته ستانه شوي افغان کډوال

د ناروې د کډوالو شورا رییس د هغو افغانانو لپاره چې له پاکستانه په زوره ایستل کېږي او افغانستان ته استول کېږي، په دې هېواد کې وضعیت ډېر ناوړه وباله او ویې ویل چې سخته اړتیا ده چې له دغو نویو راستنېدونکو زیانګالو خلکو سره د سرپناه او د ژوند د نورو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مالي سرچینې او نور امکانات زیات شي.

د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ وایي، افغانستان له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو کډوالو ډراماتیک زیاتوالی تجربه کوي.

هغه پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د ورځې له نهه زره زیات کسان بېرته راستنېږي او زیاتوي، افغانستان ته د دوی سفر اوږد او ډېر سخت دی او د دې شورا کارکوونکي د ګډوډۍ او د ناهیلۍ د صحنو شاهد دي.

د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ

هغه ویلي: "په دغو نویو راستنېدونکو سره پر موجوده امکاناتو او زیربناوو فشارونه زیات شوي او موږ د هغوی د ملاتړ په برخه کې د هوساینې او د سرچینو نشتوالي ته ډېر اندېښمن یو."

ایګلند زیاته کړه چې له دغو زیانګالو خلکو سره د سرپناه، خوړو او روغتیایي پاملرنې د چمتو کولو لپاره په بېړني ډول ځایي او نړیوالو سرچینو ته اړ تیاده.

د نوموړي له دې څرګندونو مخکې پرون د ناروې د کډوالو شورا چې نوموړی یې مشري کوي د ډنمارک د کډوالو له شورا او د ژغورنې له نړیوالې کمېټې سره په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې هغه افغانان چې له پاکستانه د په زوره ایستلو د پرېکړې پر اساس بېرته افغانستان ته ستنول کېږي، ځای نه لري چې چېرته لاړ شي.

دغو مرستندویه ادارو له پاکستان څخه په چټکۍ د راستنېدونکو افغانانو د زیاتېدونکي شمېر په اړه د خبرداري ترڅنګ له نړیوالو مرستندویانو هم وغوښتل چې افغانستان ته د دغو نویو ستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اضافي بشري مرستې راجلب کړي ترڅو د یوه نوي بحران مخنیوی وشي.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ژغورنې د نړیوالې کمېټې رییسې سلما بن عایشې ویلي: "په افغانستان کې وضعیت خراب دی. په اوس وخت کې د شپږ میلیونو څخه ډېر داخلي بې ځایه شوي خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي. له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د هغوی چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي، یوه تیاره راتلونکي انتظار باسي. موږ په بېړنۍ توګه نړیوال ملاتړ ته اړتیالرو ترڅو د دې زیانمنونکو خلکو لپاره سرپناوې، خواړه او روغتیایي خدمتونه چمتو کړو."

د پاکستان له چمن څحه سپین بولدک ته تلونکي افغان کډوال.
د پاکستان له چمن څحه سپین بولدک ته تلونکي افغان کډوال.

په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو د شورا سرپرست ضیا مایار هم د راستېدونکو لپاره په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب بللی او ویلي یې دي چې: " دلته زموږ ټیمونه د هغو خلکو د ناامېدۍ شاهد دي چې یوه داسې هېواد ته بېرته راستنېږي چې له مخکې له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. دوی هېڅ کور یا ځمکه نه لري چې بېرته ورشي. د افغانستان خلک په داسې حال کې د مرستو زیاتوالي ته اړتیا لري چې بودیجه په چټکۍ سره کمېږي. موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د دغه پراخېدونکي ناورین د حل لپاره چټک اقدام وکړي."

د ناروې د کډوالو شورا، د ډنمارک د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیواله کمېټې په دې ګډه اعلامیه کې همدرانګه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې د ټولو زیانګالو افغان کډوالو ساتنې او هغوی ته د پناه ورکولو ته دوام ورکړي ترڅو چې په خپل هېواد کې یې د خوندي، دوامداره او په خپله خوښه د راستنېدو لپاره مناسب شرایط برابر شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG