د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د ژغورنې نړیواله کمېټه: له پاکستانه خپل هېواد ته استول شوي افغانان " تیاره برخلیک" سره مخ دي


افغانستان ته له پاکستانه یوه ستنه شوې کورنۍ
افغانستان ته له پاکستانه یوه ستنه شوې کورنۍ

د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي) خبرداری ورکوي چې له پاکستانه په زوره افغانستان ته استول شوي تر نیم میلیون ډېر افغانان له تیاره راتلونکي سره مخ دي.

یادې کمېټې د جمعې په ورځ په خپله وېبپاڼه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې افغانستان اوسمهال د کورني بې ځایه شویو له ستونزو، بشري اړتیاوو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی چې راستنېدونکي کډوال یې اغیزمن کړي.

ای آر سي زیاتوي چې یو شمیر افغان پناه غوښتونکي چې د امریکا SIV ، P1، او P2 کډوالۍ کېسونه لري، د خپلو کېسونو پروسس ته د اوږد انتظار له امله په درېیمو هېوادونو کې له خطر او نورو ستونزو سره مخ دي.

دا کمېټه وايي چې د اس آی في یو لک او ٤٧ زره غوښتنلیکونه پاتې دي چې باید د تېر کال په لومړیو ېمیاشتو کې پروسس شوي وای، او د P2 کېس لرونکو کډوالو شمېر چې د ایستلو له خطر سره مخ دي معلوم نه دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ولسمشر جو بایډن له ادارې غوښتي چې د افغان کډوالو د کیسونو د څیړلو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي ازادي راډيو ته وویل چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او په دې سړه هوا کې د خوراکي موادو او سون توکو د پېرلو او د درملنې توان نه لري.

په فراه کې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو خېمې
په فراه کې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو خېمې

یو له دغو عبدالقادر ازادي راډيو ته وویل:

" پنځه ورځې مې ماشوم د صحت عامې په روغتون کې بستر و، ما ته یې ځواب راکړ، چې دا دلته نه ښه کیږي بلې خوا ته یې بوځه. په لاس کې مو څه نشته بیرته کور ته راغلو. هوا سړه ده له همدې امله ناروغه شوی دی، هغه د سینې ناروغي لري چې باید تود یې وساتو خو مونږ څه نلرو چې تود یې وساتو."

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي او د خپلو کېسونو د څېړلو او امریکا ته د تلو په تمه دي، هم وايي چې د دوی د کېسونو د څېړلو بهیر پڅ روان دی، افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري او په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

یو له دوی څخه ایمل حبیبي ازادي راډيو ته وویل:

" زما په ګډون ډېر خلک بېرته افغانستان ته نه شي تللای، ځکه چې هلته مو ژوند په خطر کې دی او په پاکستان کې هغو کسانو ته چې د پي ١ او پي ٢ کېسونه لري رسېدنه نه کیږي او بهیر ډېر ورو دی."

پاکستان کې د امریکا کېس لرونکي افغانان د دوی د قضیو د ژر څېړنې غوښتنه لري
پاکستان کې د امریکا کېس لرونکي افغانان د دوی د قضیو د ژر څېړنې غوښتنه لري

یو بل پي ۲ کېس لرونکي، نادر سیدي وویل:

" په تېرو دوو کلونو کې مو ډېرې ستونزې وګاللې، لکه ماشومان مو له ښوونځي او زده کړې له چاپېریال څخه لیرې دي، کار او یوه اقتصادي سرچینه نشته، چې زمونږ په روحیې او ژوند يې بد اغېز کړی دی."

دوی د امریکا له متحده ایالاتوغواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي او کېسونه یې ژر تر ژره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان موقت حکومت بې اسناده افغان کډوالو ته د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې د پاتې کېدو مهلت ورکړی دی.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ، په تورخم کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه کمپ د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان موقت حکومت، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د اوسېدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې امریکا او نورو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو افغانانو په ګډون له ۵ لکو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه وایستل.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG