د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

الف اعلان بنسټ:تر نیم میلیون زیات افغان ماشومان پاکستان کې له زده کړو محروم دي


پاکستان کې یو شمېر افغان زده کوونکي - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان زده کوونکي - ارشیف

يو شمېر افغانې کډوالې کورنۍ چې د بېلابېلو لاملونو له وجې په دې وروستيو کې پاکستان ته کډې شوي وايي، چې د نورو ستونزو تر څنګ يې ياد هېواد کې اولادونه له زدکړو بې برخې دي.

دوى ازادي راډيو ته وويل چې د اقتصادې ستونزو او کافي اسنادو او نورو بېلابېلو لاملونو له وجې نه دي توانېدلي چې خپلو ماشومانو ته د زدکړو زمينه برابره کړي.

د پاکستان په پېښور ښار کې يوه افغانې کډوالې ناهيد سادات ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل درې زامن يې چې په افغانستان کې يې زده کړې کولې اوس پاکستان کې له زده کړې پاتې دي.

"زمونږ عمده ستونزې دا دي چې بچي مې له ښوونځي پاتي دي، دا مې ډېره دردوي چې بچي مې له درس او ښوونځي پاتې دي زمونږ برخليک هم نه دى معلوم اقتصاد مو هم له صفر سره ضرب دى زما بچي ناهيلي او مايوسه شوي."

بل افغان کډواله مدهونا چې دا هم پېښور کې اوسېږي ورته نظر لري:

"درې لورګانې مې له زده کړو، سبق او هر څه پاتې دي دا ماته ډېر زيات درد راکوي چې لورګانې مې کور کې راته ناستې دي او نه شم کولى چې اولادونه مې شخصي مکتبونو او کورسونو ته ولېږم."

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم مني چې ډېرى افغان کډوال په پاکستان کې له زده کړو بې برخې دي.

د دې شوراى مرستيال ميوند علمي ازادي راډيو ته وويل چې ۴٠ سلنه افغانې کورنۍ په اسلام اباد کې اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولى چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي او تعليم پرې وکړي.

علمي زیاتوي:

"څلوېښت سلنه خلک دلته په اسلام اباد کې د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې ته دوام نشي ورکولى نه ښونځيو ته تلى شي او نه کورسونو ته."

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال ماشومان
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال ماشومان

دا په داسې حال کې ده چې " الف اعلان" په نوم د زده کړو په برخه کې يو فعال بنسټ هم ويلي چې له نيم مېليون ډېر افغان کډوال په پاکستان کې له زده کړو پاتې دي.

دې بنسټ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ٥٧٠ زره افغان ماشومان چې د پېنځو او شپارسو کلونو تر منځ عمرونه لري د پاکستان په کمپونو او ښارونو کې له زده کړو بې برخې دي.

د دې بنسټ په وينا، دا شمېر د ملګرو ملتونو د کډوال د عالي کمېشنرۍ له لوري هم تاييد شوې.

دا شمېر له هغه شمېر لوړ دى چې د تېر کال د اکتوبر مياشتې راهيسې له پاکستان ايستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې هم په اسلام اباد کې د افغان کډوالو ځينې ښوونځيو او کورسونو ياد شوي هېواد کې د ایستلو بهېر د چټکتيا له امله په موقت ډول خپل فعاليتونه درولي وو.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بنديز لګولي او په پاکستان او ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کورنیو ازادي راډيو ته ويلي، د دې لپاره چې خپلو لورګانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته کډه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG