د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغان کډوالو برخلیک ته د خوړو نړیوال سازمان اندېښنې


له پاکستانه خپل هېواد ته د لېږل شویو افغانانو یو موقت کمپ
له پاکستانه خپل هېواد ته د لېږل شویو افغانانو یو موقت کمپ

د ژمي له نږدې کېدو سره په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو، په ځانګړي ډول له پاکستانه د اېستل شویو افغانانو د برخلیک په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، له پاکستانه اېستل شوي بې اسناده افغانان، د لږو امکاناتو له کبله سخت ژمی په مخکې لري.

په افغانستان کې د دغې ادارې مشرې هسیائو وی لي (Hsiao-Wei Lee) له رویټرز اژانس سره په خبرو کې، د دغو افغانانو د وضعیت په باب اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي:

" دوی [له پاکستانه اېستل شوي بې اسناده افغانان] تر ټولو بد وضعیت کې بې له دې چې خواړه ولري، په لږو سرچینو او د ژوند لپاره د مناسب ځای له نشتوالي سره راستنول کېږي. دا ډېره سخته ده، ځکه په افغانستان کې سخت ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي. هغه هېواد چې له ویجاړوونکو زلزلو، خراب اقتصاد او اقلیمي ستونزو سره مخامخ دی."

پاکستان له خپلې خاورې د یو میلیون او اووه لکه بې اسناده افغانانو د اېستلو بهیر د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې پیل کړ.

افغانان د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري
افغانان د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري

اجمل له هغو کسانو و چې پاکستان د همدغه اعلان شوي بهیر پر مهال په زوره اېستی.

هغه وایي:

"چارواکو یوازې دوه ساعته وخت راکړ، چې له پاکستانه ووځو. خپل سامانونه مو په یوه لارۍ کې واچول او په بېړه له پاکستانه ووتلو."

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله پرونۍ اعلامیه کې ویلي چې پر راستنو شویو کورنیو د بسکېټ او نقدو پیسو مرستو ته دوام ورکوي خو زیاته کړې یې ده چې د ژمي پر مهال له پاکستانه د یو میلیون راستنېدونکو افغانانو د لاسنیوي لپاره څه باندې ۲۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې روانه میلادي میاشت یې له دوه نیم لکه کسانو سره مرسته کړې ده.

بل لوري ته، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه د اېستل شویو په ډله کې شا و خوا ۶۰ فیصده یې ماشومان دي.

یونیسف ویلي چې په سرحدي سیمو کې د ماشومانو لپاره د روغتیايي او د خوندیتوب د خدمتونو وړاندې کولو لپاره دوی حضور لري.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې تر اوسه څه باندې څلور لکه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG