د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

لږه بودیجه او ډېر بېوزلان؛ د خوړو نړیوال سازمان افغانستان ته ډېره پاملرنه غواړي


په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه
په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې سږکال هم د تېر ۲۰۲۳ کال په څېر د بودیجې د کمښت له کبله د نیمايي هغو کسانو لاسنیوی نه شی کولای چې د نړیوالو بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

د WFP مطبوعاتي مسوول فلیپ کراپف بیګا آزادۍ راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو دې ادارې غوښتل چې د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه د روان کال تر اپریل میاشتې پورې له شاوخوا ۱۶ میلیون اړو کسانو سره بشري مرستې وکړي خو اوس له یوازې اوه میلیون خلکو سره د مرستې توان لري.

کراپف زیاتوي:

" د بودیجې د کمښت له وجې د خوړو نړیوال پروګرام یوازې له اوه میلیون خلکو سره د مرستې توان لري، په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۶ میلیون افغانان له لوږې او بېوزلۍ سره لاس ګرېوان دي."

د ښاغلي کراپف په وینا، د خوړو نړیوال پروګرام تېرکال هم په همدې دلیل دې ته اړ شو چې له لس میلیون اړو خلکو سره د مرستې پلان وځنډوي.

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

دا په داسې حال کې ده چې په اکتوبر میاشت کې درنې زلزلې او په نوامبر میاشت کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړې په افغانستان کې د مرستندویو ټولنو فعالیت له سخت فشار سره مخامخ کړ.

ښاغلي کراپف له آزادۍ راډیو سره د خبرو په دوام یادونه وکړه چې WFP له دې نوي وضعیت سره د مقابلې لپاره پرېکړه وکړه چې د زلزله ځپلو او له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو لپاره له خپلې عادي بودیجې څخه پور واخلي که څه هم له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره یې دې پیسو ته سخته اړتیا لرله.

هغه زیاته کړه:

" موږ اوس مهال په نژدې تشه زیرمه کار کوو او په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپلو ټولو پلانونو لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو."

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند ونه ویل چې آیا له مرستندویو هېوادونو او ټولنو څخه یې د دې بسپنې ژمنه ترلاسه کړې ده که نه، خو هغه زیاته کړه چې دوی دې بودیجې ته د ژوندژغورونکو پروژو، د ښوونځیو د غذايي پروګرامونو او د خلکو د معیشت د پلانونو د ملاتړ لپاره اړتیا لري.

د اقتصادي ستونزو له امله د یو شمېر بېوزله کورنیو ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
د اقتصادي ستونزو له امله د یو شمېر بېوزله کورنیو ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

په عین حال کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو بیوزلی خلک د مرستندویو ټولنو او هېوادونو د مرستو د ستاینې ترڅنګ د نورو مرستو غوښتنه کوي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې په ټوله کې ۲۹ میلیون افغانان چې د افغانستان د ټولو وګړو له نیمايي زیاته برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړو خلکو او د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د جاپان د ۱۳،۵ میلیون ډالره بسپنې خبر ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG