د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د نورو افغان کډولو د ایستو پلان وځنډوي


له ارشیفه د یوه پاکستان مېشتي افغان کډوال تصویر
له ارشیفه د یوه پاکستان مېشتي افغان کډوال تصویر

د پاکستان حکومت له‌خوا د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره چې (ای‌سي‌سي) يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري، د عملیاتو د دوهم پړاو د پیلولو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان د دې عملیاتو د پیل په اړه اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، د کډوالو د ایستلو دغه پلان د ډېرو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کوي او د پاکستان حکومت باید له دغه هېواده د افغانانو ډله‌يیز اخراج ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغان کډوال باید د بشري حقونو د قوانینو له‌مخې خوندي شي.

دغه سازمان له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د هغو افغان کډوالو د کډوالۍ او مېشت کولو دوسيې چې په پاکستان کې دي، چټکې کړي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې یوازې په ځینو سیمو کې د هغو کډوالو د اوسېدو د ځای په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره د نقشې جوړول پیل کړي وو چې د ای‌سي‌سي کارتونه لري.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، شواهد ښيي چې د پاکستان حکومت سیمه‌ییزو چارواکو او پولیسو ته امر کړی چې په ټول هېواد کې د افغان کډوالو د استوګنې د ځایونو د نقشې او معلوماتو راټولول پیل کړي.

دې ورځپاڼې د یوه باخبره چارواکي له خولې لیکلي چې د پاکستان حکومت دغه بهیر چټک کړی دی.

تر دې وړاندې د افغان زندانیانو مدافع وکیلې منېزه کاکړ هم دا موضوع تأیید کړې وه او ازادي راډیو ته یې ویلي وو چې اوس‌مهال شاوخوا ۸۵۰ زره افغانان چې د «ای‌سي‌سي» کارتونو لري، په پاکستان کې ژوند کوي.

هم‌مهاله د «ای‌سي‌سي» یو شمېر کارت لرونکو افغانانو ازادي راډيو ته وویل، له ډېرو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او باید په زوره ونه ایستل شي.

پاکستان څه موده مخکې هم لسګونه زره افغان کډوال په زوه خپل هېواد ته وشړل چې هلته له ګڼو ستونزو شکایت لري
پاکستان څه موده مخکې هم لسګونه زره افغان کډوال په زوه خپل هېواد ته وشړل چې هلته له ګڼو ستونزو شکایت لري

د دوی له ډلې يو هم موسی خان دی چې وايي له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او په دغه هېواد کې زېږیدلی دی.

هغه افغانستان ته د ستنېدو په اړه اندېښمن دی:

"زموږ پيداېښت بيخي دلته شوی، افغانستان کې نه کومه ځمکه لرو، نه کاروبار لرو، دلته دومره کوو چې خپل ژوند پرې مخته وړو، موږ غواړو چې همدلته پاتې شو. "

صاحبزاد ګل، یو بل افغان چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي، هم افغانستان ته بېرته ستنېدل یو ستونزمن کار ګڼي:

"حکومت موږ ته خبر راکړی دی چې له ۱۵مې نېټې وروسته به تاسو وځئ، موږ خپل بشري حقونه او خپل حق غواړ، ترڅو موږ سره مرسته وشي، زموږ ستونزه دا ده چې دلته موږ د دکاندارانو پوروړي يو، د موټر کرايه هم نه‌لرو، چې هلته پرې لاړ شو. "

که څه هم د دې پلان د بشپړ پلي کېدو وخت نه‌دی ښودل شوی، خو یوه پاکستاني چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، د فدرالي حکومت له منظورۍ وروسته به په سږ کال اوړي کې د سلګونو زرو هغه افغانانو چې د «ای‌سي‌سي» يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري، د ايستلو لړۍ پيل شي.

خو تر دې مخکې د مارچ په ۱۴مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی و چې د روان کال د اپرېل له ۱۵مې د «ای‌سي‌سي» کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې د نړیوالو غوښتنو په پام کې نیولو پرته د بې‌اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پيل کړې وه، چې له هغې وروسته تر ۵۲۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG