د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د ۱۳۵۷ کال د غویي د ۷ مې د کودتا کلیزه؛ شنونکي یې څنګه ارزوي؟


نور محمد تره کی، حفیظ الله امین او د خلق دیموکراتیک ګوند یوشمېر نور مشران - ارشیف
نور محمد تره کی، حفیظ الله امین او د خلق دیموکراتیک ګوند یوشمېر نور مشران - ارشیف

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریزکال د غویي میاشتې په اوومه نېټه،د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د یوې پوځي کودتا په ترسره کولو، د افغانستان لومړنی ولسمشر چې پنځه کاله په واک کې و، نسکور کړ.

داوود خان او د هغه د کورنۍ غړي او ساتونکي یې د دې کودتا په ترڅ کې د کابل په ولسمشريزې ماڼۍ کې چې اوس د ارګ په نوم یادیږي ووژل شول.

هغه په ۱۳۵۲ کال کې د افغانستان له پخواني پاچا، محمد ظاهرشاه څخه، له وینې توېیدو پرته د یوې کودتا له لارې سیاسي واک تر لاسه کړ.

یو شمېر افغان شنونکي دا ورځ د افغان ولس د بدبختۍ پیلامه بولي.

د سیاسي چارو پوه ویس ناصري وايي چې د ایډیالوژۍ تحمیل او پر پخواني شوروي اتحاد د افغانستان تکیه کول د خلق دیموکراتیک ګوند یو له موخو څخه و او افغانان لا هم د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې کودتا له پایلو رنځیږي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: " افغانستان له هغه وخته راهیسې د جګړو، جنایتونو او وژنو شاهد دی. له بده مرغه د پردیو لاسوهنه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تجاوز او له هغه وروسته د سړې جګړې شدت، د ملیونونو هیوادوالو د کډوالۍ او له ٢ میليونو څخه د ډېرو خلکو د شهادت لامل شو."

کودتاچیانو د وخت ولسمشر محمد داوود خان او د کورنۍ غړي یې ارګ کې ووژل او پر ځای یې واکمن شول
کودتاچیانو د وخت ولسمشر محمد داوود خان او د کورنۍ غړي یې ارګ کې ووژل او پر ځای یې واکمن شول

د امنیتي چارو پوه اختر راسخ هم ازادي راډيو ته وویل چې دې کودتا په تېرو ۴۶ کلونو کې ډېرې ستونزې را ولاړې کړې دي: " دا ورځ د بدبختۍ او د ختیځ او لویدیځ قدرتونو د مداخلې د پیل ورځ ده چې په پایله کې یې په دې ۲۶ کلونو کې په شا تلونکي او ترهګریز بدلونونه رامنځته شوي. چې دې ته د ثور ۷مې کودتا زمینه برابره کړه."

احسان الله ارین زی چې یو له معاصرو افغان لیکوالو څخه دی هم ورته نظر لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " مناصب یې په خپلو بې تجربو او ځوانو ملګرو وویشل، ټوله ملکي اداره یې پوځيانو ته وسپارله او وطن یې د داسې قربانې په درشل کې ودراوه چې تر اوسه یې زیانونه ګالو. د دې مشرانو د احساستي چلندونو په بل پړاو کې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ چې وطن یې د وینو په سمندر لاهو کړ."

په ورته وخت کې د افغانستان یو بل معاصر لیکوال عبدالوهاب وهاب وايي چې په افغانستان کې د غویي اوومې کودتا ته د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید اصلاحات رامنځته شي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: " هغه ټول کسان چې تر دې ورځې په دا ډول پيښو کې یې لاس درلود ټول مقصر او مسول دي. هیله لرم چې راتلونکې لپاره اصلاح شو او نه خپل ځان او نه نورو ته اجازه ورکړو چې د وطن له برخلیک سره لوبې وکړي. "

ویل کیږي کله چې واک د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ د خلق دیموکراتیک ګوند لاس ته ورغی، دغه خوځښت د پوځي مداخلې لپاره یوه پلمه شوه او په ۱۳۵۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ یرغل ته لاره پرانیستل شوه.

د غویي د انقلاب له امله زرګونه تنه ووژل شول چې لا یې قبرونه نه دي څرګند او وخت په وخت یې یاد غونډې جوړیږي
د غویي د انقلاب له امله زرګونه تنه ووژل شول چې لا یې قبرونه نه دي څرګند او وخت په وخت یې یاد غونډې جوړیږي

د راپورونو له مخې، دغه حکومت خپل زرګونه سیاسي مخالفین زنداني او وژلي او بیا یې په ډله ییزو قبرونو کې ښخ کړي دي.

خو ویل کیږي چې د مجاهدینو بریا هم د توقع وړ مثبت بدلون رانه وست او په هېواد کې د کورنیو جګړو د پیل لامل شو.

مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو او د کابل د حکومت پر وړاندې له څوارلس کلنې وسله والې مبارزې وروسته د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ او د ۱۳۷۱ کال د غويي په اتمه یې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ اسلامي حکومت جوړ کړ.

د ځینو افغان کارپوهانو په اند، حکومتونه باید د واک د ترلاسه کولو، د نظام د ټینګښت او د خلکو د غوښتنو په پام کې نیولو لپاره، له قانوني لارو او ټاکنو کار واخلي؛ هغه څه چې افغانستان یې په دې لسیزو کې لږ شاهد و.

XS
SM
MD
LG