د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

بشري کړکېچ؛ ډبليو‌ایف‌پي: ٢٣.٧ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړيوال پروګرام يا "ډبليو‌ایف‌پي" وايي چې په افغانستان کې لا هم د خوړو نه خونديتوب دوام لري.

د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د ناورين د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ياد سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د پنجشنبې په ورځ د وري په دويمه په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۵.۸ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي، د خوړو له شديد نه خوندیتوب سره مخ دي.

"ډبليو‌ایف‌پي" دا هم ویلي چې په ٢٠٢۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ۳.۲ میلیونو ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه افغانان په خوارځواکۍ اخته دي.

"ډبليو‌ایف‌پي" په دې راپور کې زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه چې دوی یې د تعلیم، زده کړو او له کوره بهر کار کولو څخه راګرځولي د ياد سازمان په ټکو په ٢٠٢۴م کې د يو پیچلي بشري ناورین لپاره يو خبردارى ګڼل کېږي.

د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر میاشتې را په دې‌خوا له پاکستانه تر ٥٠٠ زرو ډېرو افغان کډوالو ايستل يو بل مورد دى چې "ډبليو‌ایف‌پي" په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتيا د زياتوالي او خوړو د نه خونديتوب د لامل په توګه یاد کړی دی.

یو شمېر افغانان هم د بېکارۍ د اغېزو، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د ناورين، د ځان او خپلو نېږدې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کافي مرستو د نشتوالي په اړه اندېښمن دي.

کلثوم چې وايي، اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى او په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته ايران ته کډواله شوې، د خپلې مور چې په افغانستان کې ژوند کوي د اړتياو په اړه ازادي راډيو ته وويل: "پلار مې مړ شوى، مور مې بل ډوډۍ کټونکى نه لری، یو ورور مې هم شهید شوى، وړه ماشومه يې زما له مور سره ده، د ګاونډیانو د مرستې به چې راتلې د خلکو په وینا دوی زما مور هم لېست کې نيولې وه، لومړی کال ښه و، همغه سکاره، لرګي او خوراکي توکي یې ورکول، نغدو پیسو، اوړو او وريجو لپاره یې يو، دوه، درې زره ورکولې، خو له تېر کال راهیسې د خلکو په وینا وايي همدومره کېږي چې خپله شپه او ورځ پرې تېروي، مور مې په کرايي کور کې اوسېږي."

ارشیف: په افغانستان کې اړمنې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې اړمنې مېرمنې

رونا له کډوالۍ تازه افغانستان ته راستنه شوې او اوس په ننګرهار کې اوسېږي.

هغه د خپل سخت اقتصادي وضيعت نه شکايت کوي او وايي، د طالبانو حکومت ورسره هیڅ همکاري او مرسته نه ده کړې.

نوموړې زیاته کړه: "موږ له پاکستان څخه راغلي يو، ننګرهار کې يو، وضعيت ډېر خراب دی، کار او روزګار نه‌شته. حکومت هم له موږ سره مرسته نه ده کړې. ژمی مو ډېر سخت تېر کړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د دې ادعا په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د خوړو د نړیوال پروګرام د نوي راپور له مخې تمه کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۱.۴۶ میلیونه نور افغانان هم له پاکستان او ایران څخه وایستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG