د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د خوړو نړیوال پروګرام: یوازې تر ټولو نهیلو افغان بېوزلانو سره د مرستې وس لرو


د خوړو نړیوال سازمان د مرستو یو شمېر موټرې
د خوړو نړیوال سازمان د مرستو یو شمېر موټرې

ملګري ملتونه وايي، تېر یوه کال کې د بودجې له ډېر کمښت وروسته په افغانستان کې اوس یوازې له هغو سره د د ډېرو لږو خوراکي توکو مرسته کولای شي چې ډېر اړمن دي؛ څو په روان ساړه ژمي کې ژوند‎ي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په یوه خبري غونډه چې یوه برخه کې ډبلیو ایف پي د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ۱۵،۲ میلیونه اړمنو د لاس‌‌نیوي لپاره ۶۷۰ میلیون ډالرو ته په بېړني ډول اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان ټول ولایتونه اوس‌مهال د خوړو د نه خویتوب له ګواښ سره مخ دي او له هرو درې افغانانو یو یې په دې نه پوهېږي چې د خپل راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

سرچینه زیاتوي:

" د بودجې له دیر کمښت یو کال وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام کولای شي یوازې له ډېرو بې‌وسو کورنیو سره مرسته وکړي، څو په دې ساړه ژمي کې لږ تر لږه خوراکي توکي ولري. ډبیلوایف‌پي ۶۷۰ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې ۱۵،۲ میلیونه سړو، ښځو او ماشومانو سره د خوړو او نورو توکو مرسته وکړي. "

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د یک‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، افغانستان د لوږې او خوارځواکۍ د لوړ شمېر سره مخ دی.

یو شمېر بېوزله افغان ماشومان
یو شمېر بېوزله افغان ماشومان

د اوچا له قوله، روان میلادي کال کې ۱۵،۸ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخ دي.

په ورته وخت کې یو شمېر بې‌وزلي وايي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د پروان اوسېدونکی ذبیح‌الله وايي:

"اړمن یم. کور مې کرايي دی، اولادونه لرم او اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی. مرستې ته ډېره اړتیا لرم. "

د فاریاب اوسېدونکی نصیب‌الله هم ورته شکایت لري.

"بې‌روزګاره یم. هر چېرې چې لاس اوږد کړم، تش لاس بېرته راګرځم. هیڅوک نه‌شته چې لاس‌نیوی مې وکړي او مرسته را سره وکړي. د الله د رضا لپاره او زما د څلورو کوچنیو بچیو په خاطر له ما سره مرسته وکړۍ. "

په افغانستان کې بې‌وزلو سره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د بشري مرستو د کمي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې اوچا د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر نومبره یې په افغانستان کې ۲۹،۴ میلیونه وکړو ته د روغتیا، خوارځواکۍ او د ژوند د نورو اړتیاوو په برخه کې مرستې رسولي دي.

خو له دې ټولو سره- سره، بیا یو شمېر افغانان شکایت کوي چې له دوی سره یا هیڅ مرسته نه‌ده شوې او یا یې هم ډېره کمه مرسته تر لاسه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG