د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان ټولو نجونو ته د زده کړو حق په نه ورکولو له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه کوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سړو سیمو لپاره نوي تعلیمي کال پیل شو، خو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته یو وار بیا ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه، د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل یو وار بیا د طالبانو دا پرېکړه د نه توجیه وړ او له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې د وري په لومړۍ نېټه ناوخته یې خپره کړې ویلي، طالبان باید د هر عمر نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي او د خپلې تبعیضي تګلارې پرمخ بېولو لپاره له بې‌ځایه پلمو څخه دې ډډه وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي چې د نجونو د زده کړو مخنیوی د نه توجیه وړ او زیانمنونکی دی.

یوناما د وري په لومړۍ نېټه د نوروز په مناسبت په خپل اېکس پاڼه په یو بیان کې یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

د طالبانو حکومت د دغو څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي، خو د ښوونځیو یو شمېر نجونې زده کوونکې چې د زده کړو مخه یې نیول شوې وايي، هیله یې درلوده چې سږ کال به ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي خو دا هیله یې همداسې هیله پاتې شوه.

یوناما پرون یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.
یوناما پرون یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

د کابل د لامعه شهید لیسې یوې زده کوونکې سپوږمۍ ازادي راډيو ته وویل: "سږ کال مو ډېرې هیلې درلودې چې بیا به ښوونځیو ته لاړې شو او دروازې به یې زموږ په وړاندې پرانستل شي، ټولې زده کوونکې هیله لري چې د زده کړو اجازه ورکړل شي او خپل حق ترلاسه کړي خو له بده مرغه سږ کال هم اجازه رانکړل شوه. موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي."

د ښوونځي یوې بلې زده کوونکې خدیجې ازادي راډيو ته وویل: "د ښوونځیو په برخه کې د طالبانو طرحه لا تراوسه نه ده جوړه شوې، زه نه پوهیږم دا طرحه به کله بشپړیږي، تېره ورځ ټولې نجونې زده کوونکې ډېرې ناهیلې شوې ځکه دوی هیله لرله چې د زده کړو اجازه به ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د وري په لومړۍ نېټه په داسې حال کې په افغانستان کې د سړو سیمو لپاره د نوي ښوونیز کال پیل اعلان کړ چې له له نږدې درې کلونو راهیسي یې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده ،خو طالبانو ویلي چې په ښوونیزه برخه کې له اصلاحاتو راوستو وروسته به د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

دا چې دا اصلاحات به کله رامنځته کیږي، طالبانو په دې اړه یې څه نه ویلي.

طالبانو دغه شان نجونې له پوهنتونونو او ښځې په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار هم راګرځولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG