د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

یونیسکو: افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونه د نجونو د زده کړو په برخه کې مخ پر شا روان دي


تصویر له ارشیفه( یو شمېر افغانې زده کوونکې نجونې)
تصویر له ارشیفه( یو شمېر افغانې زده کوونکې نجونې)

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په خپل تازه راپور کې چې د مارچ په لسمه یې په خپله ایکس پاڼه خپور کړی ویلي، افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونه د نجونو د زده کړو په برخه کې مخ پر شا روان دي.

یاد شوي سازمان په خپل راپور کې لیکلي:

"په داسې حال کې هېوادونو چې ځوانې مېرمنې یې په ۲۰۱۵ کال کې پکې په نامناسبو شرایطو کې وې، تر ۲۰۲۲ کاله پورې یې د پورتنۍ ثانوي زده کړو په بشپړولو کې جنسیتي تشه له ۶.۹ څخه ۴.۲ سلنې ته راټیټه کړې، افغانستان، بنین او نایجریا په دې برخه کې په شا تګ کړی دی."

په راپور کې راغلي، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې "له ښوونځيو څخه بهر" د نجونو لوړه کچه لري .

د وروستیو اټکل شویو شمېرو له مخې، په دې هېواد کې ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د تګ په عمر برابری نجونې له ښوونځيو بهر دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې او دغه شان یې د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

وروستۍ شمېرې؛ ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د تګ په عمر برابرې افغانې نجونې له ښوونځيو بهر دي
وروستۍ شمېرې؛ ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د تګ په عمر برابرې افغانې نجونې له ښوونځيو بهر دي

په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو کچه مخ په ډيریدو وه خو دا مهال پر زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته نه یواځې نجونې؛ بلکې ټولنه هم له دوی سره مخ په شا روانه ده.

هغې زیاته کړه:

"دا د نجونو په فکر ډېر اغېز کوي چې دوی یو عمر زده کړې کوي او ښوونځيو ته ځي او یو ناڅاپه داسې شرایط راځي چې دوی بیرته له هر څه شاته لویږي."

حسنا چې د پلازمېنې کابل د يوه ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکې وه او اوس په کور ناسته ده، په ناهیلۍ ازادي راډيو ته یې وویل:

"زموږ هیلې کرار کرار مري، ځکه موږ ورځ په ورځ شا ته روان یوو. څه مو چې زده کړي وو، هغه مو هم هېر شول. د ښوونځيو تړل په ټولنې ډېر بد اغېز کړی. "

د یونیسکو د راپور او دا چې ایا راروان تعلیمي کال کې به د نجونو پر مخ منځني ښوونځي پرانیستل شي که نه، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه مو وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د یادونې ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه په ځانګړي ډول د زده کړو او کار بندیز د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو لخوا په وار وار غندل شوي دي.

تازه د افغانستان د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، تېره شپه په خپله ایکس‌ پاڼه د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونو ته په اشارې سره لیکلي دا هغه فرمانونه دي چې افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو منع کوي او د ټولو افغانانو کار روزګار ته زیان رسوي او له امله یې افغانستان په کلني ډول له اقتصادي پلوه یو میلیارډ ډالر تاوان کوي.

اغلې امیري زیاته کړې، د دې لپاره چې افغانستان د مرستو له انحصار او بې‌وزلۍ وویستل شي، دا تګ‌لارې باید بدلې شي.

خو د طالبانو حکومت تل له خپلو تګلارو دفاع کړې او ویلي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي؛ هغه ادعا چې افغان نجونو او میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG