د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

یوناما: پر ښځو محدودیتونه به افغانستان لا زیاتې بېوزلۍ او انزوا له خطر سره مخ کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، که په دې هېواد کې پر ښځو د طالبانو لګېدلي محدودیتونه لرې نه شي نو افغانستان به د لا زیاتې بېوزلۍ او انزوا له خطر سره مخ شي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما په دې هېواد کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په پای ټینګار کړی دی.

یوناما د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوي، که نه نو د اعلامیې په ټکو دا هېواد به د لا زیاتې بېوزلۍ او څنډې ته کېدو له خطر سره مخامخ شي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اتنبایوا له قوله ویل شوي په داسې حال کې چې سږ کال د ښځو نړیواله ورځ "پر ښځو پانګونه وکړئ" تر شعار لاندې نمانځل کېږي، خو په حواله یې افغانستان کې دا حالت برعکس دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اتنبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اتنبایوا

اغلې اوتنبایوا زیاته کړې: "دا بیا زړه بوږنونکې ده چې موږ یې په افغانستان کې دقیقاً برعکس حالت وینو، یوه قصدي او ناورین زېږونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي."

یوناما دغه شان د واکمنو چارواکو له لوري چې "طالبان یې د اسلامي حجاب نه مراعت کول بولي" په تور د وروستیو ځپوونکو اقداماتو په اړه وېره څرګنده کړې چې د خپلسري نیول کېدو د وېرې له امله مېرمنې لا نورې انزوا او ګوښه‌توب ته اړ باسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان له قوله ویل شوي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په اندېښمنونکي چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده او په دې توګه د جګړې، بېوزلۍ او انزوا له یوه ناوړه دورې څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنه کېږي.

یوناما دغه شان ویلي چې په افغانستان کې د بدلون د رامنځته کولو لپاره افغان مېرمنې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو ناما د تازه اعلامیې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع بللې او ویلي یې دي چې د شریعت په چوکاټ د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه خوندي شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو دا ادعا نه مني او وايي، اسلام ښځو د زده کړو اجازه ورکوي، خو طالبانو له نجونو او ښځو د زده کړو حق اخیستی دی، دوی په بیا واکمنېدو سره نجونې د ښوونځیو له منځنیو زده کړو او بیا پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو راوګرځولې.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي ترڅو پر ښځو محدودیتونه پای ته ورسېږي.

د کابل یوه اوسېدونکي چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي: "د طالبانو دا ادعا چې ښځو ته یې د اسلامي شریعت له مخې حق ورکړی کاملاً غلطه ده، ځکه اسلام ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړې، خو موږ ګورو چې له تېرو دوه نیمو کلونو نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي، دغه شان اجازه نه ورکول کېږي چې کار وکړي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي ترڅو پر ښځو محدودیتونه پای ته ورسېږي."

د پلازمېنې کابل یوې بلې اوسېدونکې چې د پوهنتون محصله ده ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو محدودیتونو زما په ژوند ډېر اغيز کړی دی، له ما یې کار اخیستی، له ما یې ژوند اخیستی. مخکې مې کار درلود په ځان بسیا وم، لوړې هیلې مې درلودې، خو دې محدودیتونو له ما هغه هیلې واخیستې چې فکر مې کاوه لوړ موقف ته به ورسيږم او خپلې ټولنې ته به خدمت وکړم."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما ویلي، د واکمنو چارواکو لخوا لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو له هغو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي چې پر افغانستان یې د یوه غړي دولت په توګه عملي کېدل الزامي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG