د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

افغان فعالې "بنفشې یعقوبي" د امریکا د زړورو ښځو جایزه ترلاسه کړه


دا جایزه په سپنې ماڼۍ کې داسې مهال د اغلې یعقوبي په ګډون دې مېرمنو ته په سپینه ماڼۍ کې ورکړل شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلېنکن او د د دې هېواد لومړۍ مېرمن جېل بایډن هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
دا جایزه په سپنې ماڼۍ کې داسې مهال د اغلې یعقوبي په ګډون دې مېرمنو ته په سپینه ماڼۍ کې ورکړل شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلېنکن او د د دې هېواد لومړۍ مېرمن جېل بایډن هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

د افغانستان د بشري او معلولینو د حقونو ملاتړې بنفشې یعقوبي له یو شمېر نورو ښځو سره د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال "د زړه‌ورو ښځو" نړیواله جایزه وګټله.

د ښځو او معلولینو د حقونو افغان فعالې بنفشې یعقوبي په ګډون ۱۲ مېرمنو د دوشنبې په ورځ یعنې د مارچ په څلورمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د "زړورو ښځو" نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه په سپنې ماڼۍ کې داسې مهال د اغلې یعقوبي په ګډون دې مېرمنو ته په سپینه ماڼۍ کې ورکړل شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلېنکن او د د دې هېواد لومړۍ مېرمن جېل بایډن هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

جېل بایډن دې مراسمو کې د خبرو پر مهال په جنسیتي برابرۍ د ټینګار تر څنګ وویل، هغه نجونې او ښځې چې په اغېزمنو او ناامنو سیمو کې ژوند کوي، له ځانه زړه‌ورتیا ښيي، تر دې چې له دې تاوتریخوالي په نا متناسب ډول اغېزمن شوې هم دي.

هغې زیاته کړه، متحده‌ایالات د هرې هغې زړورې ښځې ترڅنګ ولاړ دي چې د لا زیات ثبات، برابرۍ او فرصتونو جوړېدو لپاره کار کوي.

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په خپلو ایکس‌پاڼو بنفشه یعقوبې ته د دې جایزې د اخیستو له امله د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، اغلې یعقوبې د افغانان معلولو وګړو له حقونو د ملاتړ لپاره په داسې یو هېواد کې کار کړی چې څلور لسیزو جګړو په کې ډېری وګړي معلول کړي دي.

بنفشې یعقوبې ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د "زړورو ښځو" نړیواله جایزې ګټل د افغان ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو هم ستایلي دي.

د ښځو د حقونو فعالې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو سره خبرو د دې جایزې ګټل د ټولو افغان نجونو او ښځو لپاره یوه لویه لاس‌ته راوړنه وبلله.

د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

هغې وویل: "په هر نړیوال سټېج چې افغانان په کې ګډون کوي، جایزې ګټې. دا په اصل کې د افغان نجونو او ښځو وړتیا ښيي چې په ډېرو کمو فرصتونو سره تر ټولو غوره جایزې ګټي. کله چې یوه ښځه جایزه اخلي، ویاړ یې ټولو افغان ښځو ته رسېږي."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې صنم کبیري هم ازادي راډیو ته وویل: "اغلې یعقوبي ته مبارکي وایم. کلونه کلونه مې د هغې کړنې څارلي. نالیدلې سترګې او نه اورېدونکې غوږونه د افغان ښځو د پرمختګ مخه نه‌شي نیولای. افغان ښځې زړورې دي او هیڅ یو ځواک نه شي کولای هغوی خپلو موخو ته له رسېدو را وګرځوي. "

خو د جنبش شنبه‌های ارغواني مسووله مریم معروف بیا وايي، د دې ډول جایزو د ورکړې پر مهال باید په افغانستان کې شته مېرمنو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغې وویل: "باید له یاده و نه باسو چې نړیواله ټولنه باید په دې ډول جایزو کې هغو ښځو ته لومړیتوب ورکړي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې د ننه د طالبانو ضد مبارزه کړې ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې ولیکل چې بنفشه یعقوبي چې 'کم بينا' ده، په افغانستان کې د هغو ښځو د مدافع وکیلې په توګه يې کار کاوه چې له تاوتریخوالي سره مخ وې او په ورته وخت کې یې د 'کم بينايانو' لپاره د روزنې او هغوی ته د ځواک ورکولو په موخه د 'رهياب' په نوم يو بنسټ هم په ۲۰۰۸ کال کې پرانيستی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو ښځو په نوم جايزه له ۲۰۰۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نړۍ له ۹۰ هېوادونو څخه ۱۹۰ ښځو ته د هغوی د زړورتیا له امله ورکړل شوې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه ډاکټرې او د افغان کډوالو د حقونو فعالې ذاکره حکمت د يادې جازيزې ګټونکې شوې وه.

یوه افغانه مېرمن داسې مهال دا نړیواله جایزه ګټي چې په افغانستان کې دننه بیا د طالبانو حکومت سره له دې چې ادعا کوي ټولو نجونو او ښځو ته یې حقونه ورکړي دي، د هغوی له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې منع کړي، په سیاسي او ټولنیز مشارکت کې یې د هغوی ګډون مخه نیولي او ترڅنګ یې، د کار، تفریح او سفر په برخه کې هم په نجونو او ښځو پراخه بندیزونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG