د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

مېلر: د طالبانو لخوا د افغان نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو هیڅ څرک نه لیدل کېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل ته یوازې دیارلس ورځې پاتې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي هیڅ څرک نه ترسترګو کیږي چې طالبان دې نجونو ته له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو اجازه ورکړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا به ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ په هدف د طالبانو د هڅولو لپاره له هر فرصت څخه کار اخلي.

هغه زیاته کړه: "البته موږ په دې پوهيږو چې د يو بل غمجن ښوونیز کال کليزه په رارسېدو ده او دا مو واضح کړې چې نجونې هيڅکله بايد ښوونځيو ته له تګه منع نه شي. افغان مېرمنو ته درناوی او د دوی د حقونو خونديتوب په افغانستان کې زموږ د کار او هڅو لپاره هم مهم دي، په هر فرصت کې موږ له طالبانو غوښتي چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي، حقونه يې خوندي کړي او هغه ټول فرمانونه چې له کبله يې پر ښځو محدوديتونه وضع شوي بېرته راوګرځوي."

مېلر دا هم وویل چې امریکا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل ته د ګوتو په شما ورځې پاتې دي.

له شپږمو ټولګیو پورته د افغان نجونو په وړاندې د زده کړو د دروازو له تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې.
له شپږمو ټولګیو پورته د افغان نجونو په وړاندې د زده کړو د دروازو له تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې.

له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې نجونې د طالبانو له حکومت غواړي چې سږ کال دوی د پاتې زده کړو د بشپړېدو اجازه ورکړي.

د ختیځ لغمان یوه اوسېدونکې حسینه وايي : "دا هېواد یوې باسوداه مور، یوې باسواده مېرمنې ته اړتیا لري، موږ هیله لرو چې نجونو ته په نوي ښوونیز کال په پیل کې د زده کړو اجازه ورکړل شي، ځکه له نجونو او له نیمې نړۍ نه چې په مېرمنو ولاړه ده پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای."

د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي هم ورته غوښتنه وکړه او وې ویل که طالبانو له زده کړو نه وای راګرځولې اوس به له دولسم ټولګي فارغه وای.

هغه وايي: "له حکومته غواړو چې د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې پرانیزي، او د هلکانو په څېر خپلې زده کړې بشپړي کړي، موږ هم هیلې لرو، ارزوګانې لرو او تمې لرو چې په راتلونکې کې افغانستان ته خدمت وکړو او زده کړې زموږ حق دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د متیو مېلر او د افغان نجونو د غوښتنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت مخکې تر دې ویلي په یو میکانیزم کار کوي چې له مخې به یې نجونو ته له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

خو دادی نهه سوه ورځې پوره شوې؛ مګر د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې لا هم تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG