د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

امریکا: د افغان ښځو او نجونو مساوي حقونه لا هم زمونږ د پالیسۍ کلیدي اصول دي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د افغان ښځو حقونه د افغانستان په اړه د دوی د پالیسۍ اساسي اصول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې طالبان به تر هغه مشروعیت تر لاسه نه‌کړي تر کومه چې دوی پر افغان ښځو محدودیت لرې او حقونه یې ورکړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې وویل چي د افغان ښځو حقونه د افغانستان په اړه د دوی د پالیسۍ اساسي اصول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل

هغه زیاته کړه: "د افغان ښځو او نجونو مساوي حقونه لا هم زموږ د افغانستان د پالیسۍ کلیدي (اساسي)اصول دي او موږ په منظمه توګه د اړوندو چینلونو له لارې له طالبانو سره په دې اړه خبرو ته دوام ورکوو چې د مشروعیت په اړه د دوی ټاکل شوی هدف به ترلاسه نه‌شي او احتمال به یې ناممکن وي، ځکه د دوی نیمایي نفوس په ټولنه او اقتصاد کې له ګډون څخه پاتې دي. دا د افغانستان د پالیسۍ په اړه زموږ د تګلارې یو مهم عامل دی، او دا هغه څه دي چې موږ به یې په اړه کار ته دوام ورکړو."

د طالبانو حکومت په تېرو نږدې درېیو کلونو بیاځلي واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، پوهنتونونو ته له تګ یې هم منع کړي، د ډېری دولتي او نادولتي اداروکې ښځینه کارکوونکې یې په کور کېنولي، لرې واټن سفر یې پرې له شرعي محرم پرته بند کړی او حجاب یې هم پرې اجباري کړی دی.

یو شمېر افغان نجونې د طالبانو له حکومت غواړي چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده‌کوونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "له دولت (طالبانو) زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې زموږ ښوونځي پرانېزي، نه باید زموږ هیلې تر خاورو لاندې کړي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار وايي، که افغان ښځې خپل حقونه تر لاسه نه کړي پر نړیواله ټولنه به یې هم اغېزې څرګندې شي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار

نوموړې ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل: "اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه یو څه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه بحران چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې روان دی، جدي ونیسي او په دې پوه شي چې دا یو ناورین دی. هغه مسئله چې یوازې په افغانستان پورې اړه نه‌لري بلکې دا په حقیقت کې د نړۍ په هر ګوټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته خورا جدي ګواښ دی."

هیدر بار وایي نړیواله ټولنه باید د طالبانو د حکومت دا محدودیت وڅاري په او په نړیواله محکمه کې دې د جنسیتي جرمونو په توګه ثبت او رسېدنه دې ورته وکړي.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د افغان ښځو حقونه یې د شریعت په چوکاټ کې ورکړي دي، هغه ادعا چې افغان ښځو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG