د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

په افغانستان کې بشري ناورین؛ د غذایي نا امنۍ لمنه ورځ تر بلې پراخیږي


کابل کې د یو شمېر بېوزلو تصویر - ارشیف
کابل کې د یو شمېر بېوزلو تصویر - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وايي، په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب بحران دوام لري او د ۲۰۲۳ کال له نومبرڅخه د ۲۰۲۴ کال ترمارچ میاشتې پورې ۱۵،۸ ملیونه افغانان، یعنې د دې هېواد د وګړو شاوخوا ۴۰ سلنه د خوړو د نه خوندیتوب له بحراني وضعیت سره مخامخ وو.

دې پروګرام د افغانستان لپاره د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ستراتیژیک پلان له مخې، د ۲۰۲۳ کال لپاره په خپل کلني راپور کې چې په ریلییف وېب پاڼه کې پرون سې شنبې خپورشوی ویلي چې د دغو افغانانو ۲،۸ ملیونه یې د خوړو د نه خوندیتوب له ترټولو بحراني یا حاد وضعیت سره مخامخ وو.

په راپورکې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال له وروستیو نه د ۲۰۲۳ کال تر لومړیو پورې په لویه پیمانه د خوراکي موادو بشري مرستو په افغانستان کې نسبتاً د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کړې وه، خو په ۲۰۲۳ کال د بسپنې د کمیدو له کبله تمه کیږي چې روان ۲۰۲۴ م کال کې به د افغانانو د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت له دې هم بدتره شي.

د بېوزلو لیکې ورځ تر بلې پراخیږی
د بېوزلو لیکې ورځ تر بلې پراخیږی

نړیوالو مرستندویو سازمانونو او بنسټونو په کراتو کراتو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د نفوس یوه زیاته برخه نه پوهېږي چې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره د بل وخت خواړه به له کومې برابروي.

د ازادي راډیو اکثره اوریدونکي هم په خپلو پیغامونو کې له دغې ستونزې سرټکوي.

د کندهاري په نوم د پکتیا یوه اوسیدونکي ازادي راډیو ته وویل:

" ډېرمسکین دي د افغانستان خلک ټول غریبان دي، مسکینان دي، کار دلته په افغانستان کې نشته، زموږ د ټولو وضعیت ډېر خراب دی."

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زوره ایستو هم د فکر په زیاتولو کې مهم رول لرلی
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زوره ایستو هم د فکر په زیاتولو کې مهم رول لرلی

ډبلیو ایف پي ویلي، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د واکمنو طالبانو د تګلارو او چلندونو له امله د ښځو او نجونو حقونه لا محدود شوي چې په پایله کې یې د هرو لسو افغان کورنیو له ډلې نهه یې د ځان لپاره د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت هغو اقداماتو چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې ښځې په نادولتي موسسو کې له کارکولو منع کړې او وروسته یې په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د هغوی پر کارکولو محدودیتونه ولګول، په ټول افغانستان کې پربشري فعالیتونو؛ په تېره د خوړو د نړیوال پروګرام پر پروګرامونو ناوړه اغېز کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG