د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

سیما باهوس: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لوی ناورین روان دی


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه مشره وايي، افغانستان کې د ښځو د حقونو لوی ناورین روان دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه مشره سیما باهوس وايي، افغانستان کې اوس‌ هم د ښځو د حقونو لوی ناورین شته.

اغلې باهوس د سه‌شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د افغان ښځو له یو شمېر استازیو سره کتنه کې یې ټینګار کړی چې د پرېکړې کولو په ټولو برخو کې دې چې د افغانستان په وضعیت اغېز لري؛ د افغان ښځو د ګډون لپاره د زمینې برابرولو پرخه کې تلپاتې اقدام وشي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازولۍ هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو، بریټانیې او دوو نورو بنسټونو په ګډون د دوشنبې په ورځ د دې غونډې کوربه و.

دا غونډه "په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان نجونو او ښځو له نظره د امنیت بیا کتنه" تر عنوان لاندې په نیویارک کې شوې.

په لیکنه کې وړاندې راغلي چې په دې غونډه کې په نجونو او ښځو د فقر اغېز او پایلو په اړه هم بحث شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازولۍ زیاته کړې، بې له شکه چې فقر کورنۍ مجبوروي چې د خوړو د پیدا کېدو لپاره غیرممکن انتخابونه پیدا کړي او دا وضعیت نجونې او ښځې هغو موقعیتونو ته بیایي چې تر ټولو ډېرې اغېزمنوي.

دې استازولۍ په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو د استازې لانا ذکي نصیبه له قوله دا هم لیکلي چې هغې په دې غونډه کې ټینګار کړی چې له خپلو حقونو د ښځو محرومیت نه‌باید اشتباها له دین سره وتړل شي، ځکه د نوموړې له قوله؛ دا محدودیتونه له اسلام سره هیڅ اړیکه نه‌لري.

دا په داسې حال کې د طالبانو حکومت داسې مهال چې د نجونو په زده‌کړو، کار، سفر او ټولنیزو ژوند پراخه بندیزونه لګولي؛ خو تل یې خپلو کړنو ته د شریعت په چوکاټ کې د فرمانونو عملي کېدو نوم ورکړی.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

بلخوا یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، ټول بنسټیز حقونه یې نقض شوي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په تخار کې یوې نجونې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "ښځې په دې حکومت کې ډېرې په تکلیف دي. زه د یوې افغان مېرمنې په توګه هیڅ ترې خوشحاله نه‌یم، ځکه موږ هر وخت تر ګواښ لاندې یوو. له دې امله چې ښځې یوو، د زده‌کړو او کار حق نه‌لرو. تر ښاره ارامې تللی نه‌شوو، ازادي نه‌لرو، یعنې په داسې یو وضعیت کې یوو چې ملګري ملتونه باید موږ سره همکاري وکړي."

دغه راز په بغلان کې یوې نجونې چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "په اوسني حکومت کې د ښځو ونډه نه دا چې کمه ده، بلکې اصلاً نه‌شته. که تېر ته وګورو، ښځو د سیاست په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعاله ګډون درلود، خو اوس ورځ تر بلې له خپلو حقونو لېرې کېږي."

بل لوري ته د شنبه‌‌های ارغواني غورځنګ په نجونو او ښځو د لګولو شویو بندیزونو له امله د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې.

د دې غورځنګ غړو په ایکس‌پاڼه په یوه ویډیو کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د اسلام تر نامه لاندې نجونې او ښځې له ټولو اسلامي او انساني حقونو بې‌‌برخې کړي او په کور کې زنداني کړي دي.

خو له دې ټولو غبرګونو سره سره د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پر وړاندې خپل دریځ نه‌دی بدل کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG