د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

راپور: د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د خوړو د نه خوندیتوب ناورین پراخ شي


ارشیف: په غور کې و چکالۍ له کبله حاصلات هم اغېزمن شوي.
ارشیف: په غور کې و چکالۍ له کبله حاصلات هم اغېزمن شوي.

قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکې په خپل نوي راپور کې د افغانستان په شمالي او لوېديځو سيمو کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب ناورین د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

یادې شبکې د شنبې په ورځ په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړ چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د درېیم فاز ناورین به د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې پراخ شي.

د دې شبکې د معلوماتو له مخې، په دغو سيمو کې د خوراکي توکو زېرمو او عايداتو ته د کورنيو لاسرسى له عادي حالت څخه کم دى.

په راپور کې دا هم راغلي چې د باران موسم له پیله د لسو اوونیو په تېرېدو سره هم د افغانستان په شمالي ولایتونو کې باران نه دی شوی او دې کار د کروندګرو په حاصلاتو او په ځانګړې ډول د غنمو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی دی.

په همدې حال کې د کندز او تخار ولایتونو یو شمېر کروندګرو ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د مني موسم پای ته رسېدلی او د ژمي له پیله شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو واوره او باران نه‌دی شوی او دوی د خپلو حاصلاتو په اړه اندېښمن دي.

په کندز ولایت کې یو کروندګر محمد نعیم رحیمي ازادي راډيو ته وویل: "په رښتیا هم چې خطرناک کال دی، ځکه چې وچکالي ده، زمونږ غنمو ته زیان اوښتی د دې لپاره چې واوره او باران نه شته، په داسې حال کې چې د کال لسمه میاشت ده، ونو غوټۍ کړي او ټول اندېښمن دي."

د تخار ولایت کروندګر فضل احمد شریفي هم ورته شکایت لري.

هغه وویل: "وچکالۍ بزګرانو ته زیان اړولی، ځکه چې اوس د اینجه او غنمو وخت دی او ډېر غنم چينجو وهلي، بزګران ډېر اندېښمن دي، ځکه چې زمونږ په کسب او کار بد اثر لري."

ارشیف: د افغانستان په شمال کندز کې د انجې کروندې
ارشیف: د افغانستان په شمال کندز کې د انجې کروندې

قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکې په خپل راپور کې له پاکستان او ايران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ايستلو لړۍ ته په اشارې سره ویلي چې زياتره راستانه شوي کډوال غواړي خپلو اصلي سیمو ته ولاړ شي او په پوله کې يوازې د يوې مياشتې لپاره مرستې ترلاسه کوي.

دغې شبکې زياته کړه چې د راستنېدونکو اصلي ستونزو لکه د سرپناه او عايداتو نشتوالي ته په کتو سره، د خوړو د نه خوندیتوب کړکېچ به هم د دوى په منځ کې زیات شي.

له ایرانه راستانه شوی افغان کډوال، امېد ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

امېد: څو ورځې مخکې مې په کوڅو کې پیاز او آلوګان پلور ته راوړل، خو چا په خپله بیه هم ونه پېرل.

هغه وویل: "ډېری وخت هغه چای او ډوډۍ هم چې پیدا شي خوشحالېږم. په ډېرو ستونزو ورځ تېروم کار او بار نه‌شته، څو ورځې مخکې مې په کوڅو کې پیاز او آلوګان پلور ته راوړل، خو چا په خپله بیه هم ونه پېرل. ٣ زره افغانۍ مې له چا نه په قرض واخیستې چې یو کار به وکړم، خو تاوان مې وکړ."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د فقر او بې کارۍ کړکېچ په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا همدا شان څو ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام او شدت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد کرنه، روغتیا، اقتصاد، معیشت، ایکوسیستم او ځنګلونه د اقلیم د بدلون له امله اغېزمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG