د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

یو‌این‌ایچ‌سي‌ار: د طالبانو محدودیتونو افغان ښځې او نجونې مرستو اخیستو ته مجبورې کړې دي


ارشیف
ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د طالبانو حکومت له‌خوا‌ په افغان نجونو او ښځو لګول شویو محدودیتونو هغوی اغېزمنې او مرستې ته اړې کړې دي.

یو‌این‌ایچ‌سي‌ار د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه دا خبره کړې ده.

دې سازمان زیاته کړې، په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی، خو دا یې هم لیکلي چې دوی په دې هېواد کې زده‌کړو او اسانتیاوو ته د افغانانو په لاس‌رسي تمرکز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خپلو کورنیو سرپرستو یو شمېر افغان نجونو او ښځو چې د طالبانو په حکومت بې‌دندو شوي ازادي راډیو ته وویل، اقتصادي ستونزو له ډول ډول رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

زینب رضايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې په کابل کې د یوه ټلویزیون کارکوونکي وه ازادي راډیو ته وویل:

"په یوه کرايي کور کې ژوند کوم، سرپرست نه‌لرم. دې محدودیتونو موږ ته ډېر زیان رسولی دی. اصلا نه‌شم کولای چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې او لګښتونه پوره کړم. زما لپاره ډېره سخته ده. دا چې نه شم کولای د اقتصادي ستونزو له امله خپل ژوند جوړ کړم، له رواني پلوه شکنجې سره مخ یم. "

نازنین نېکزاد چې په کابل کې یې له یوې غیردولتي موسسې سره کار کاوه او اوس بې‌دندې ده هم له ورته برخلیک سره مخ ده.

هغه وايي:

"کله چې طالبان راغلل، زه بې دندې شوم او په خپل کور کې له ډېر بد رواني حالت سره مخ شوم. زموږ وضعیت واقعا اندېښمنوونکی دی. یوازې زما لپاره نه؛ بلکې د ټولو هغو لپاره چې کورنۍ یې سرپرست نه‌لري. دا ډېره سخته ده چې فکر کوم د اولادونو راتلونکی به مې څه شي. "

مرستو ته ناستې یو شمېر افغانې مېرمنې
مرستو ته ناستې یو شمېر افغانې مېرمنې

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان د ښخو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې په کور دننه د افغانانو او نړیوالو له‌خوا رد شوې ده.

طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، ټولنیز ژوند، سیاسي مشارکت او کار ډېر شمېر بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر په مارچ میاشت کې په یوه راپور کې وویل، روان میلادي کال نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دوی نیمايي یې نجونې او ښځې دي.

همدا ډول د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وروستیو کې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۱،۲ میلیونو ته رسېدلی دی او شاید دا شمېر روان کال تر ۳ میلیونو ورسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG