د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

یو شمېر نجونې: طالبان دې زموږ ښوونځي بېرته پرانیزي چې له روحي رواني ستونزو خلاص شوو


له ارشیفه د فراه ولایت د یوه ښڅینه ښوونځي تصویر
له ارشیفه د فراه ولایت د یوه ښڅینه ښوونځي تصویر

د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د پيل په درشل کې چې په افغانستان کې د تعلیمي کال له پیل سره سمون لري؛ یو شمېر له زده‌کړو بې‌برخې شوې نجونې د طالبانو له حکومت غواړي چې سږ کال دې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو په مخه پرانيزي.

يادو نجونو ازادي راډيو ته وويل، په تېرو دوه نيمو کلونو کې چې د دوی په مخه د ښوونځيو دروازې تړل شوي، له ډېرو رواني ستونزو سره مخ وې او وخت يې په سختۍ تېر کړ.

د دوی له ډلې تسلا ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ هېواد پوه خلکو، انجینرانو، ډاکټرانو او ښوونکو ته اړتیا لري، د مېرمنو لپاره يوه اړتيا ده چې زده‌کړې وکړي او تعلیم ترلاسه کړي، ترڅو خپل ماشومان ښه و روزي او ان شاالله نوی کال به داسې کال وي چې موږ وکولای شو خپلو ښوونځيو ته لاړې شو او خدای دې وکړي چې طالبان د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو نجونې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

ستاره مرادي بله هغه نجلۍ ده چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت له بنديز مخکې په نهم ټولګي کې وه، وايي په کور کې له ناستې ستړی شوې او وخت په سختۍ تېروي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"ډېرې نجونې په خپګان اخته شوي، زه نه‌پوهېږم چې ولې افغانستان داسې یو هېواد دی چې نجونې او ښځې یې له هر څه بې‌‌برخې کړي دي، که نارينه زده‌کړې کوي، مطالعه کوي او بهر کار کوي، همداشان بايد، ښځه هم وکولی شي، ولې د نارینه او ښځې ترمنځ توپیر شتون لري، ښځه هم هماغه انسان دی چې خدای پیدا کړی او نارينه هم."

ستاره مرادي له طالبانو غواړي چې نجونو ته دې ښوونځيو ته د تللو او د دوی د راتلونکي لپاره د زده‌کړې حق ورکړي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته هغوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو په مخه د ښوونځیو دروازې وتړلې او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې له زده‌کړو راوګرځولې.

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ټولو نجونو ته د عمر له محدودیت پرته دیني مدرسو ته د تګ اجازه ورکړې ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

هم‌مهاله،د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال مارکوس پوتزل سره په کتنه کې یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

کرزي د دوشنبې په شپه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، د نجونو تعلیم د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه مهمه اړتیا ده.

دا چې په نوي ښوونيز کال کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او که نه، په‌دې اړه مو د پوهنې وزارت له ویاند منصور احمد حمزه وپوښتل، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په ۱۴۰۱ کال کې ويلي و چې دغه وزارت له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو پر طرحه کار کوي، خو له دوو کلونو تېرېدو وروسته هم د يادې طرحې جزیات او د پلي کېدو وخت لا نه‌دی په ډاګه شوی.

که څه هم نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو په وار وار د نجونو لپاره د زده‌کړو او تحصيل د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG