د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

هاشمي: د وروستیو خونړیو پېښو لامل استخباراتي کمزورتیا ده


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د وسله‌والو طالبانو په حملو کې تاکتیکي بدلون او د ملکي وګړو هدف ګرځول د اندېښنې وړ بولي او وايي چې امنیتي بنسټونه د وسله‌والو مخالفینو د نوي تاکتیک د مخنیوي لپاره پلان نه‌لري.

د دغه کمېسیون منشي شکیبا هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کشفي او استخباراتي ادارو قومي کېدل د دې لامل شوی چې په انتحاري او انفجاري حملو کې تر ډېره ملکي وګړي قرباني شي.

هاشمي: دا د استخباراتي ادارو کمزورتیا ده.
هاشمي: دا د استخباراتي ادارو کمزورتیا ده.

نوموړې زیاته کړه:

"هره پېښه چې کېږي لامل‌یې د استخباراتي بنسټونو ضعف دی، ځکه له دښمنانو سره اړیکې لري، جاسوسان‌یې تر څنګ دي او ځیني راپورونه دښمن ته رسوي."

په دې وروستیو کې وسله‌وال مخالفین په خپلو حملو کې نوي تاکتیکونه کاروي.

د سې شنبې په ورځ د ملي شورا د الحاقیې مخې ته لومړۍ یوه انتحاري حمله وشوه خو نېږدې لس دقیقې وروسته کله چې خلک او امنیتي ځواکونه سیمه کې راغونډ شول دوهمه حمله ترسره شوه چې ډېر تلفات‌یې هم درلودل.

د چارواکو په خبره په دغو حملو کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۹۸ تنه ټپیان شوي دي.

له دې مخکې هم وسله‌والو طالبانو ورته حملې کړي چې د ملکیانو تر څنګ په‌کې امنیتي چارواکي هم وژل شوي وو.

وسله‌وال مخالفین د نویو تاکتیکونو څخه په استفادې په دې هم بریالي شوي چې حتی د کندهار ولایت په مېلمستون کې چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړي چې له امله‌یې د کندهار والي، په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر او لس تنه نور چارواکي ټپيان شول او د والي مرستیال، عربي اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو، یو سناتور او د ولسي جرګې یو تن غړي په ګډون ۱۱ تنه په‌کې وژل شوي دي.

خو د وسله‌والو مخالفینو د دغه نوي تاکتیک سره د مقابلې او دا چې د افغانستان امنیتي بنسټونه په دې برخه کې څه تدابیر لري، ولې له حملې وروسته سیمه په سمه توګه نه‌څارل کېږي دا پوښتنې مو د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره شریکې کړې.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د وسله‌والو مخالفینو د حملو د مهارولو لپاره پلانونه شته، خو د کابل په دارالامان کې د سې شنبې په پېښه کې له امنیتي مسؤلینو نه ناغېړي شوې.

دانش: د کابل په پېښه کې له امنیتي مسؤلینو نه ناغېړي شوې.
دانش: د کابل په پېښه کې له امنیتي مسؤلینو نه ناغېړي شوې.

نومړي زیاته کړه:

"هغه سیمې چې حمله په‌کې کېږي اصولاً باید محاصره شي او امنیتي کمربندونه باید واچول شي، خو د تېرې ورځې بریدونه پرله‌پسې وو او سیمه کې هم ډېر بیروبار وو، په تأسف سره په خپل کار کې ناغېړي منو."

د امنیتي چارو د کارپوه صدیق ساحل په باور، تر هغه چې پولیسو ته سمه روزنه ورنه‌کړل شي هغوی نه‌شي کولای چې د پرله‌پسې بریدونو مخه ونیسي او یا هم د پېښې سیمې ته د ملکي کسانو او ناپېژاندو کسانو د ننوتو مخه ونیسي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG