د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د استقلال روغتون رئیس: د کابل د پېښې اکثره ټپيان رخصت شوي


د کابل د استقلال روغتون مسؤلین وايي چې د تېرې ورځې د پېښې ۵۷ ټپیان چې دغه روغتون ته راوړل شوي وو یو شمېر يې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د دغه روغتون رئیس محمد صابر نصیب وايي، د یو شمېر ټپیانو حالت چې ښه نه و، د کابل ښار نورو روغتونو ته انتقال شوي دي.

د اسقلال روغتون رئیس وایي چې د تېرې ورځې د تېر ماځیګر د پېښې ۵۷ ټپیان دي روغتون وروړل شي دي چې له لومړنیو مرستو وروسته یې یو شمېر رخصت، یو شمېر یې نورو رغتونونو ته ولېږدول شول او یو شمېر یې اوس هم له دوی سره بستر دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تېرې ورځې له زړه بوږنوونکې پېښې چې تېر ماځیګر د دارالامان پر سړک د ملي شورا مخې ته وشوه ۵۷ ټپیان د استقلال روغتون ته راوړل شوي و چې په دوی کې له لسو تر پینځه لسو ټپیانو حالت سخت و، عملیات شو او له نېکه بخته چې هېڅ یو ټپي مو له لاسه نه دی ورکړی او یو شمېر یې اوس هم په استقلال روغتون کې بستر دي."

د کابل ښار د دارالمان د تېرې ورځې د ماځیګر دوه جلا چاودنو شااوخوا یو سلو پنځوس کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې.

دوه تنه ټپیان رفیع الله او ولي چې د عدالت غوښتنې په هدف د ولسي جرګې الحاقيې ته یې مراجعه کړې وه وايي، د کورنۍ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کوونکی دی.

​دوی د سې شنبې د ورځې د پېښې کیسه داسې کوي:

"چاودنه وشوه، شپږ وکیلان ټپیان شول، زه هم ولوېدم او چغې مې کړې چې ما پورته کړئ، ښځې او خلک ټول په سړک پراته وو."

"له ټکسي ښکته شوم چې چاودنه وشوه، لومړی چاودنه کمه وه، نږدې لس کسان ټپیان وو، ما ځان ټکسي ته ورسوه او ویل کېدل چې په دویمه چاودنه کې ډېر خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي."

له بلې خوا د عامې روعتیا وزارت سلاکار قمرالدین صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۹۸ تنه ټپیان شوي چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي څېړنو رئیس فریدون عبیدي وویل چې د قربانیانو ډېری یې ملکي وګړي دي.

د مشرانو جرګې په پارلماني چارو کې د مباحثاتو د ثبت امر حاجي محمد انډيوال چې په دې پېښه کې ټپي شوی دی، له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د خلکو په حال رحم وکړي او نور دې د پردیو د لاس اله نه جوړېږي:

"د دې ملت په یتیمانو، کونډو او معلولو دې زړه وسوځوي کار او زیربنا نه شته، لږ انصاف دې وکړي، له عاطفې دې کار واخلي، د داسې بریدونو ګټه افغانستان ته نه بلکې هغو خلکو ته رسېږي چې د نورو لپاره ډول وهي."

ښاغلی انډیوال وایي چې دغه ډول کارونه کول کولی شي چې د افغانستان دښمنان خوشحاله کړي، نه دې د دې هېواد خلک او په خبره یې چې وسله وال طالبان د نورو د ګټو لپاره کار کوي.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دغو یو پر بل پسې دوو چاودنو کې زیات شمېر افغان امنیتي منسوبین وژل شوي.

راپور: سهارګل امیرزی

XS
SM
MD
LG