د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

خپلواک: افغان او اماراتو چارواکي د کندهار پېښې په اړه څېړنې کوي


د کندهار ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د سې شنبې د ورځې د حملو د تحقيقاتو څېړنه روانه ده او ډېر ژر به نتايج له ولایتي او مرکزي چارواکو سره شريک شي.

دا خبره د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وکړه.

خپلواک: د پېښې څېړنه تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.
خپلواک: د پېښې څېړنه تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

ښاغلي خپلواک وويل:

"د پېښې څخه په دا سبا له مرکزه او د هغه تر څنګ له متحده عرب اماراتو څخه د بررسۍ ټيمونه راغلل خو څېړنه يې تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې او اوس هم جريان لري، له څېړنې وروسته به دوی خپل راپور يا هغه پایلي به په محلي کچه زموږ له امنیتي مسئولينو او په مرکزي کچه هم وزارت ته وړاندي کړي او د متحده عرب اماراتو د څېړنې ټيم به د هغوی موندنې له خپل حکومت سره شریک کړي، د تحقيقاتو د بررسۍ نه ده معلومه چې نن به پای ته ورسېږي که به سبا هم دوام وکړي."

خپلواک دا هم وويل چې د دغه ولايت د والي همایون عزيزي روغتيايي وضعيت اوس د ډاډ وړ دی.

ښاغلی عزيزي د سې شنبې په ورځ د کندهار د ولايت په مېلمستون کې د بمي چاودنو پر مهال ټپي شوی وو.

د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي.

نوموړي وويل چې د والي عزيزي لومړنۍ درملنه په کندهار ولایت کې وشوه، خو د نورې درملنې لپاره هندوستان ته انتقال شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه نن د هند هېواد يوه مرکزي مجهز روغتون ته انتقال شوی دی چې هلته تر درملنې لاندي دی، د ډاکټرانو سره چې موږ په تماس کې يو د هغوی د نقل قول پر اساس، روغتيايي وضعيت يې د ښه کېدو په حال کې دی، له خطره بهر دی، هغه سوځېدلی دی چې وروسته به یې جراحي درملنه هم کېږي، نن سهار د خپلې کورنۍ له غړیو سره هم پر ټليفون ږغېدلی دی."

په همدې حال کې د چهار شنبې په ورځ د هندوستان صدراعظم ناریندرا مودي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته يو لیک لېږلی او په دغه لیک کې ښاغلي مودي ليکلي:

مودي: هندوستان پر افغانستان دغه حملې غندي.
مودي: هندوستان پر افغانستان دغه حملې غندي.

"کله چې مې په کابل او کندهار کې د حملو په اړه واورېدل، زه ډېر غمجن شوم، هندوستان پر افغانستان دغه حملې غندي، دا حملې د منلو وړ نه دي او د افغانستان د خلکو د هغه پرمختګ پر ضد دي چې دوی پر ټولو زحمتونو سربېره کړی دی."

ښاغلي مودي دا هم ویلي چې پر افغانستان حملې بايد د ټولې نړۍ له خوا وغندل شي او د دې حملو کوونکي او ملاتړي يې بايد محاکمه شي.

مودي په دغه لیک کې د حملو د قربانيانو کورنيو ته تسليت وړاندي کړی دی او ده زیاته کړې چې هندوستان له افغانانو او د متحده عرب اماراتو د خلکو ملاتړ کوي او هېواد به يې د تروريزم د مخنیوي په مبارزه کې له افغانستان سره يو ځای ولاړ وي.

په افغانستان کې دغه حملې د افغانستان د ګاونډيو په ګډون د یو شمېر هېوادونو له خوا په پراخه توګه وغندل شوې.

د سې شنبې په ورځ د کندهار د ولایت پر مېلمستون بمي حمله وشوه چې پکې د ملي شورا د دوو غړیو او عربي ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او د کندهار د والي او متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG