د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

نیویارک ټایمز: د مقاومت ځوان سیمبول هم د تللیو مشرانو سره یوځای شو


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده « په افغانستان کې د مقاومت ځوان سیمبول هم د تللیو مشرانو له ډلې سره یوځای شو.»

په دې مقاله کې په کندهار کې د سې شنبې د ورځې د چاودنې د یوه قرباني عبدالعلي شمسي په اړه لیکل شوې دي چې ده له سختو او اوږدو لارو د کندهار تر مرستیالۍ ته ځان ورساوه.

په کندهار کې د سې شنبې د ورځې په چاودنه کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په وژل شویو کې د شمسي ترڅنګ د ملي شورا دوه غړي او د متحد عربي اماراتو پنځه ډیپلوماټان هم شامل وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي شمسي د یوه ساتونکي په توګه کار پیل کړ، تر امنیتي متخصص پورې ورسېد او ورسره یې د ځوانانو ټولنه جوړه کړه.

له دې ټولنې د ده هدف دا و چې نړیوال د افغانستان د حکومت ننګه وکړي او په افغانستان کې د شخړو د قربانیانو ملاتړ وشي.

ورځپاڼه زیاتوي، ۳۸ کلن عبدالعلي شمسي یو وخت ویلي و چې د ده هڅې به بې اغېزې نه وي او دوه لاسته راوړنې به ولري، لومړی د ځوانانو مقاومت د هغو شیانو په وړاندې چې د دوی په نظر ښه نه ښکاري او دوهم د خلکو هڅونه چې د حقایقو په اړه په زغرده غږ اوچت کړي.

شمسي غوښتل خلک وهڅوي چې خپله خبره ښکاره وکړي او د جګړو او شخړو پرضد خبرې وکړي، ځکه چې د افغانستان ګڼ شمېر خلکو له هغې ویرې خولې پټې کړې دي چې پر ټولنې واکمنه ده.

خو د نیویارک ټایمز په وینا په خپله شمسي د سې شنبې په ورځ د همداسې شخړې قرباني شو چې ده ورته نور هڅول چې د هغې په وړاندې مقاومت وکړي.

وال ستریت جورنال:

یوې بلې امریکایي ورځپاڼې وال ستریت جورنال هم د کندهار د پېښې د قربانیانو په اړه لیکنه خپره کړې ده او په دې چادونه کې یې د متحد عربي اماراتو د ډیپلوماټانو پر موضوع تمرکز کړی دی.

وال ستریت جورنال لیکي، متحد عربي امارات د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ له هغو درېیو هېوادونو څخه یو و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او کله چې د طالبانو پنځه کلنه واکمني ختمه شوه، متحد عربي اماراتو د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرستې وکړې.

په ۲۰۱۵ کال کې اماراتو د بنیادي پروژو او بشري مرستو په برخو کې شااوخوا شپیته میلیونه ډالر له افغانستان سره کومک وکړ، همداراز یې په میلیونونو ډالر د ښارجوړونې له یوې پروژې سره مرسته وکړه.

د وال ستریت جورنال ورځپاڼې په باور د دې سربیره چې د متحد عربي اماراتو پنځه ډیپلوماټان په کندهار کې وژل شوي دي، دغه هېواد ویلي دي چې له افغانستان سره به د خپلو مرستو ستراتیژي بدله نه کړي، مرستو ته به دوام ورکړي، خو د خپلو دیپلوماتانو د ساتنې په برخه کې به هڅې پراخې کړي.

XS
SM
MD
LG